جرمني د روسیې د څلورو کونسلګریو جوازونه لغوه کړل
عزم (چهارشنبه، ۱۰/۳/۱۴۰۲): جرمني د روسیې د څلورو کونسلګریو جوازونه لغوه اعلان کړل.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د جوازونو لغوه کول د روسیې د اقدام ځواب دی.
دا په داسې حال کې ده چې جرمني کې د روسیې ۵ قونسلګرۍ فعالیت کوي، چې له ډلې یې اوس یوازې یوه فعاله ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې زیاته کړې، چې: روسیه کې به هم یوازې د جرمني سفارت او د سنټ پیټرزبورګ قونسلګرۍ فعالیت کوي.
باید وویل شي چې روسیې په دې وروستیو کې د جرمني د ډیپلوماتیکو کارکوونکو شمېر ۳۵۰ ته را کم کړی و.