لبنان کې د سوریې پولې ته څېرمه چاودنې ۵ فلسطینیان مړه کړي

عزم (چهارشنبه، ۱۰/۳/۱۴۰۲): په لبنان کې د سوريې پولې سره نیږدې بمي چاودنه کې د فلسطيني ادارې څو تنه مړه شوي دي.
د فلسطین د آزادۍ لپاره د مباره کوونکي پاپولر فرنټ ډلې یو چارواکي AFP اژانس سره په خبرو کې منلې چې په لبنان کې د اسرائیلو د یو برید له امله د دوی پنځه غړي وژل شوي دي.
ویل کیږي، چې پېښه کې لس تنه ټپیان هم دي.
اسرائیلو په لبنان کې د سوریې پولې ته څېرمه په چاودنه کې لاس لرل رد کړي دي.
د فلسطین ادارې تر اوسه په دې اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې؛ خو د لبنان حکومت د چاودنې تائید کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button