سوډان کې د خوارځواکۍ له امله له ۵۰ زیات ماشومان مړه شوي دي

عزم (چهارشنبه، ۱۰/۳/۱۴۰۲): د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د جګړو له امله لسګونه ماشومان د لوږې او اوبو د نشتوالي له امله مړه شوي دي.
د بريتانيا خبري اژانس رويټرز د راپور له مخې: په یاد هېواد کې د اپرېل له ١٥مې نېټې راهيسې د پوځ او ملېشه ځواکونو ترمنځ په نښتو کې له ٥٠ زياتو ماشومانو چې يوه يتيم خانه کې و؛ د خوارځواکۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
راپور زیاتوي: د جګړې له پیل راهیسې د میوګوما دولتي یتیم خانه کې ماشومان په هرو دریو ساعتونو کې خوړو ته اړتیا لري؛ خو هلته کارکوونکی نشته.
ویل کیږي چې د یادو یتیم خانو کارکونکي په کور کې پاتې کیدو یا کډه کولو ته اړ شوي.
د راپور له مخې، د خوارځواکۍ له امله ډیری مړینې د هغو ماشومانو په منځ کې دي چې عمرونه یې له یو کال څخه کم وي.
ویل کیږی چې یوازې د جمعې په ورځ ۱۳ ماشومان د سختې خوارځواکۍ او د اوبو د کمښت له امله مړه شوي دي.
د يادونې وړ ده چې له تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې په سوډان کې جګړې روانې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button