د شمالي کوریا جاسوسي سپوږمکۍ په سمندر کې لوېدلې ده

عزم (چهارشنبه، ۱۰/۳/۱۴۰۲): د شمالي کوریا جاسوسي سپوږمکۍ چې د یاد هېواد حکومت فضا ته لېږلې وه، په سمندر کې لوېدلې ده.

د بهرنيو خبري اژانسونو له مخې: دا د شمالي کوريا د جاسوسي سپوږمکۍ د توغولو شپږمه ازموينه وه، چې له توغولو سمدستي وروسته سمندر ته ولوېده.

راپورونه زیاتوي چې د سپوږمکۍ ځينې ملبې هم ترلاسه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا مخکې اعلان کړی و چې د جون تر ۱۱ مې د امریکا د پوځي فعالیتونو د څارنې لپاره یوه سپوږمکۍ فضا ته توغوي.

که څه هم شمالي کوریا په دې اړه زیات معلومات نه دي خپاره کړی؛ خو ویل کیږي، چې یاد هېواد به ژر تر ژره په دې برخه کې بله هڅه وکړي.

باید وویل شي چې شمالي کوریا په لومړي ځل ۲۰۱۶ کال کې یوه جاسوسي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله.

امریکايي چارواکو او د جاپان حکومت د شمالي کوریا وروستۍ کړنه غندلې او څرګنده کړې یې ده چې که یاد هېواد له خپلو ارادو لاس په سر نشي؛ دوی به په ګډه غبرګون وښيي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button