د سعودي عربستان نفوس له 32.1 ملیون څخه ډیر شو

عزم (چهارشنبه، ۱۰/۳/۱۴۰۲): عرب نیوز ویبپاڼې خبر ورکړی چې د سعودي عربستان ټول نفوس له ۳۲ میلیونو اوښتی دی.
د سعودي عربستان د احصایې ملي ادارې تر ۲۰۲۲ کال پورې د نفوسو ارقام اعلان کړی چې له مخې یې د یاد هېواد ټول نفوس څه دپاسه ۳۲.‍۱ میلیونو ته رسېدلی دی.
د سعودي په نفوس کې تر ټولو زیات شمېر د نارینه ؤ دی. دوی شاوخوا ۱۹.۷ میلیونه تنه دي؛ خو د ښځینه ؤ شمېر بیا ۱۲.۵ میلیونه ښودل شوی دی.
د وګړیو د شمېر له مخې د سعودي عربستان پلازمینه ریاض تر ټولو ستر ښار بلل شوی دی.
د احصایې د ادارې له مخې جده دوهم لوی ښار دی، مکه مکرمه دریم، مدینه منوره څلورم او دمام د نفوسو له مخې پنځم لوی ښار دی.
په سعودي عربستان کې ۶۳ سلنه نفوس له ۳۰ کلونو کم عمر لري.
باید وویل شي چې ۲۰۱۰ کال کې د سعودي عربستان نفوس ۲۴ میلیونه و.
د احصایې د څانګې په وینا: سعودي عربستان کې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۲ پورې د کلني نفوس وده ۲.۵ سلنه وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button