ایکسپریس نیوز: د استرالیايي پوځ له لوري د بې ګناه افغانانو د وژلو لامل د شرابو څښل و

عزم (چهارشنبه، ۱۰/۳/۱۴۰۲): ایکسپریس نیوز ویپاڼې په خپلې انګلیسي بڼې کې د افغان جګړې پر مهال د اسټرالیايي ځواکونو پر جرمونو مطلب خپور کړی.
په افغانستان کې د جدي جنګي جرمونو په اړه د وروستیو څېړنو له مخې د استرالیا پوځیانو د عملیاتو او تمریناتو پر مهال له شراب څښلو وروسته ګڼ شمېر بې ګناه افغانان وژلي دي.
د ایکسپریس نیوز راپور زیاتوي: د استرالیا حکومت په افغان جګړه کې د خپلو پوځیانو د ځای پر ځای کېدو پر مهال د جنګي جرمونو څېړنه کړې چې له مخې یې ۳۹ بې ګناه افغانان پرته له دې چې د څېړنو او سپیناوي چانس ورکړل شي په ډزو او یا شکنجه کولو سره وژل شوي دي.
څېړنو دا هم په ډاګه کړې، چې اسټرالیايي عسکر په افغانستان کې د دغو عملیاتو پر مهال د الکول تر اغېز لاندې وو، ځکه یې نشو کولی په فشار لرونکو عملیاتو کې سمې پریکړې وکړي.
د استرالیا حکومت وروسته له هغې د عملیاتو او ماموریتونو پر مهال پوځیانو باندې د الکولو څښلو بندیز ولګاوه چې افغانستان کې د جنګي جرمونو یو ستر لامل د الکولو پراخه کارونه وبلل شوه.
د نویو قوانینو له مخې اسټرالیايي مقاماتو ویلي، چې: که هر پوځي د عملیاتو او ماموریت پرمهال شراب وکارول، وسلې او مهمات به ترې واخیستل شي.