د اسلامي امارت ویاند: د قطر صدراعظم له رئیس الوزراء سره د لیدنې لپاره راغلی و

عزم (چهارشنبه، ۱۰/۳/۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد رسنیو ته ويلي: چې کندهار ته د قطر هېواد د صدراعظم د راتګ هدف د اسلامي امارت له رٸيس الوزراء ملا محمد حسن اخند سره ليدل و.
دا په داسې حال کې ده چې پرون ناوخته رویټرز خبري اژانس په کندهار کې د قطر د لومړي وزیر او د اسلامي امارت د مشرتابه ترمنځ د پټې ناستې خبر ورکړ.
یاد اژانس دعوه وکړه چې د قطر لومړي وزیر په کتنه کې د اسلامي امارت له مشرانو سره د هغوی او نړیوالې ټولنې ترمنځ د کړکېچ پر کمولو خبرې کړې دي.
خو د اسلامي امارت ویاند یادې څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، چې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له رئیس الوزراء سره د کتنې لپاره کندهار ته راغلی و.
عربي رسنیو د قطري صدراعظم او د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ ناسته د ډیپلوماسۍ یوه بریا بللې او زیاته کړې یې ده چې دغې ناستې د کابل او نړیوالې ټولنې تر منځ د پله رول لوبولی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تر اوسه په خپلو رسمي رسنیزو اکاونټونو څه نه دي لیکلي؛ خو د د ملي رادیو تلویزیون مرستیال رئیس هدایت الله هدایت په خپل رسمي ټویټر اکاونټ د اریانا نیوز تلویزیون د خبر تائید کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button