ملا اختر محمد منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو

taliban-logo

(عزم:جمعه ۰۹ زمری،۹۴ ل) وروسته له هغې چې طالبانو پرون د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد دمړينې خبر خپور کړ نن د جمعې په ورځ  يې د ملامحمد عمر مجاهد مرستيال ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت د مشر په توګه وټاکه.

په هغه اعلاميه کې چې د نوي مشر د ټاکلو په اړه خپره شوې ويل شوي چې د ملامحمد عمر مجاهد د مړينې له امله د اسلامي امارت د رهبري شورا او د هېواد د جيدو علماء او مشائخو په مشورو او تائيد ملا اختر محمد منصور د نوي مشر په توګه وټاکه.
په اعلاميه کې راغلي چې ملامحمدعمر مجاهد په ملا اختر محمد منصور ډېر باوري و او هغه يې د دغه ستر مسؤليت د اجراء له پاره وړ شخص بللی و.
ملا اختر محمد منصور له دې مخکې د اسلامي امارت اجرايوي چارې پرمخ بېولې.
د ملا اختر محمد منصور د مشر د ټاکلو ترڅنګ د اسلامي امارت د محاکمو پخوانی عمومي رئيس شيخ الحديث مولوي هيبت الله او د نوميالي جهادي قومندان مولوي جلال الدين حقاني ځوی مولوي سراج الدين حقاني دملا اختر محمد منصور د مرستيالانو په توګه ټاکلي.
طالبانو په ټول اسلامي امت او په ځانګړې توګه د اسلامي امارت پلويان د نوي مشر اطاعت ته رابللي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button