هغه أمیر چې په وفات یې ټول أمت په ماتم کې ډوب شو
ليکوال: قاري حبيب
له غزې تر برونای، له طنجې تر جاکارتا،له قفقاز تر کاشغره او له شام تر کندهاره نن د رسول الله صلی الله علیه وسلم أمت په یوه مشترک درد دردمن دی،فیسبوک، ټویټر او نورو د خواله صفحو د ماتم تور کالي په تن کړي ،له هرې خوا سلګۍ دي،ویرنې دې ، تسلیتونه دي او د مغفرت دعاګانې دي، دا دعاګانې او ویرنې که د الفاظو او رسم الخط له اړخه سره بیلې دي،په پښتو،عربي،ترکي،فارسي،انګلیسي،اردو، بنګالي،ازبکي،کردي، آزري او نورو مختلفو ژبو دي،مګر مطلب او محتوا یې یوه ده.
ټول د اسلامي امت مخلص او ویاړمن رهبر ملامحمد عمر مجاهد ته د مغفرت دعاګانې کوي،نن د امت ټولې سلګۍ او ټولې اوښکې همدې ویر ته وقف شوي دي،نن د افغان العرب،افغان الشیشاني او افغان الازبیک کورنیو ماشومان او تورې سرې د خپل هغه محسن په رحلت اوښکې تویوي چې دوی ته یې په سخته ورځ پناه ورکړې وه، دوی یي داسې مهال په غیږ کې ونیول کله چې ټولې دنیا وشړل، له دوی سره یي د عقیدوي رشتې خپلوي په رښتیني معنی وپاللـه او ددوی لپاره یې خپل برحاله حکومت په داو کړ.
نن د ټویټر شبکه په مختلفو ژبو دې هیش تاګ په سر اخیستي چې#صلاة_الغائب_على_الملاعمر_بعد_الجمعة
نن به دجمعې له لمانځه وروسته د اسلامي نړۍ په لراوبر کې دتکبیر غږونه پورته شي،د المغرب له ساحله بیا د بحرالکاهل تر څنډو به د ملا محمد عمر مجاهد غائبانه جنازې وشي،د الله دربار ته به په مختلفو ژبو، له مختلفو سیمو او رنګارنګ سترګو څخه د اوښکو نذرانې او د مغفرت خواستونه وړاندې شي.
دا وضعیت موږ ته ثابتوي،چې موږ سره یو یو، زموږ د عقیدوي خپلوي رشته لا هم مضبوطه ده، استعماري کرښو که زموږ اجتماعي وجود سره بیل کړی خو زموږ روحونه لا هم سره تړلي دي او که څوک د ملامحمد عمر مجاهد غوندې د دغه ګډ وجود او عقیدوي خپلوي حقیقت په رسمیت وپیژني او پالنې ته یي رښتیني توجه وکړي، نو دغه پټ اتحاد نړیوالو ته رابرسیره کولی شي.
د ملاصاحب وفات ولې داسې په عالمي سطحه بدرګه شو؟
ملا صاحب خو د الازهر یا علیګړهـ کومه ډګري هم نه درلوده، ملا صاحب له خپلې ځیږې پښتو پرته په بله ژبه روان نه شوای غږیدای،ملا صاحب خو د کوم وتلي پوه یا نظریه پرداز په حیث هم نه پیژندل کیده،مګر له دې سره سره یي چې امت دومره دروند تلي، معلومه ده چې اوس مسلمانان ویښ شوي دي،اوس مسلمانان د هر حاکم کردار ته د دین او فطرت د مقاصدو له عینکو ګوري، اوس مسلماناو لیکلیو اثارو او تصنیفاتو ته نه بلکې عملنامې ته ګوري او د هر چا قامت د هغه د عمل په مقیاس اندازه کوي.
په دې هیله چې مرحوم ملامحمد عمر مجاهد ته الله تعالی مغفرت وکړي او کردار یي د نورو لپاره د لارې مشال شي .