مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد له طالبانو څخه د خپګان پر ځای د خپل ستر امانت ساتنه غواړي ـ
ليکوال ـ فکري مبارز
که د اسلامي امارت د مؤسس مرحوم امیرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات له اعلان وروسته د ټولنيزو شبکو پر مخ د افغانانو او د نړۍ د مسلمانانو غبرګونونه وګورو ، له يو امير سره دومره بې سارې مينه په تير تاريخ او معاصر وخت کې کم سارې ګڼلای شو.
يقيناً د مسلمانانو له سره د الله (ج) د رحمت د دومره لوی سيوري پورته کېدل له زغم نه وتلی غم دی.
خو موږ مسلمانان يو او په دې ايمان لرو چې له الله جل جلاله څخه پرته ټول کاينات فاني دي او هر انسان په خپله نيټه خپل روح الله جل جلاله ته سپاري.
مرحوم اميرالمؤمنين رحمه الله هم يو انسان ؤ او کله يې چې اجل راغی د ابدي ژوندون په لوري يې رحلت وکړ.
د الله جل جلاله محبوب پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم هم له دې پاتې کيدونکې نړۍ نه سترګې پټې کړې دي.
د مرحوم اميرالمؤمنين رحمه الله غم هم د ده د لښکر سپاهيانو او د ده محبينو ته دومره زورور دی لکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات غم چې په صحابه ؤ زورور ؤ .
نن هم ډير درديدلي طالبان نه دا مني او نه د دې خبرې اوريدلو ته تيار دي چې اميرالمؤمنين رحمه الله د وفات شوی وي.
لکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات په ورځ چې په نبوي مسجد کې حضرت عمر رضی الله عنه توره په لاس تاويده راتاويده او ويل يې چې که هر چا وويل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شوی سر يې قلم کوم .
خو هغه تسليت چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات په ورځ حضرت ابوبکر الصديق رضی الله عنه صحابه کرامو رضی الله عنهم ته ورکړ هغه د مرحوم اميرالمؤمنين رحمه الله په فراق کې خپه او غمجنو مسلمانانو ته هم تسليت دی.
حضرت ابوبکر الصديق رضی الله عنه د نبوي مسجد په يو کونج کې ودريد او صحابه کرامو ته يې وفرمايل : چا چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم عبادت کاوه هغه خو وفات شو ، او که مو د الله جل جلاله عبادت کاوه ، بې شکه چې هغه ژوندی دی او هيڅکله نه مري بيا ابوبکر الصديق رضی الله عنه دا ايت کريمه ولوسته :
(وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ ۚ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا ۗ وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ ) (144)
ژباړه :
او ندی محمد مګر (دی) يو رسول ( د الله ) ، په تحقيق تير شوی دی له ده نه پخوا (ډير)رسولان ، آيا نو که مړ شي ( محمد)يا شهيد کړای شي ( محمد ) ، نو بيرته به وګرځئ تاسې په پوندو خپلو (کفر ته )، او هر څوک چې بيرته وګرځيد ، په پوندو خپلو ( کفر ته ) نو له سره به زيان ونه رسوي الله ته هيڅ شی ، او ژر به سزا ورکړي الله شکر ګزارو ته ( د اسلام نعمت ).
ای د خپل درانه ، محبوب ، غيرتي او زړور امير په فراق کې درديدلو مسلمانانو او طالبانو !
کله چې غم په زړه باندې زورور شي د انسان له سترګو څخه بې اختياره اوښکې ځي او بې اختياره يې د خفګان زورورې څپې د زړه ستنې لړزوي.
خو هغه څوک د مرحوم اميرالمؤمنين رحمه الله رښتونی محب بلل کيدای شي چې د ده رحمه الله له آرمانونو سره وفا وکړي او د هغه ستر امانت په ساتلو کې له هیڅ ډول سر ښندنې څخه دريغ ونکړي کوم يې چې تر شا پريښی.
هغه ستر امانت اسلامي امارت دی.
هغه ستر امانت په راڼه شرعي منهج د صليبيانو او د دوی د دوستانو په وړاندې سپيڅلی جهاد دی.
هغه ستر امانت د رښتوني اسلامي نظام واکمنول دي.
او دغه ستر امانتونه موږ په دې سره ساتلای شو چې په هغه چا باور وکړو په چا چې ده رحمه الله باور کړی ؤ او د ده رحمه الله د هغه ځايناستي اطاعت وکړو کوم چې د اسلامي شريعت د اصولو په رڼا کې د اسلامي امارت د رهبري شوراغړو، مشائخو او علماء کرامو له لوري چې داهل الحل والعقد له شرعي اعتبار څخه برخمن ؤ وټاکل شو .
رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت ابوبکر الصديق رضی الله عنه يوازې امامت ته وړاندې کړی ؤ .
او له دې نه په الهام صحابه کرام رضی الله عنهم راټول شول او ابوبکر الصديق رضی الله عنه يې د مسلمانانو خليفه وټاکه او بيعت يې ورسره وکړ.
ستاسې نوی ټاکل شوی امير هم له دې امله د دې مقام مستحق ؤ چې مرحوم اميرالمؤمنين رحمه الله نوموړی د خپل ځآن نائب ټاکلی ؤ او څو کاله د ټول اسلامي امارت کفيل ؤ .
نوی امير حفظه الله تاسې ته نوی ندی .
تاسې ته يې د کلونو لپاره بريالی امتحان درکړی .
د ده حفظه الله د کفالت په موده کې اسلامي امارت منظم شوی.
دښمنانو د يو ځواک په توګه تسليم کړ.
د اسلامي امارت تشکيلات تر ډيره حده منظم شول .
د ده حفظه الله د کار په موده کې مجاهدينو ډيرې سيمې فتح کړې او په ډيرو سترو فتحو الله جل جلاله ونازول .
د د ه حفظه الله د کار په موده کې د الفاروق ، بدر ، خيبر او عزم عمليات هغه عمليات ؤ چې د کابل طاغوته اداره يې وشړوله ، ناټو يې تيښتې ته مجبوره کړه او نن د نړۍ کفار او منافقين طالبانو ته د سولې زاری کوي.
موږ دا منو چې ځينې لويې او وړې نيمګړتياوې به وي خو امارت له پرښتو جوړ يو امارت ندی ، بلکه له انسانانو جوړ يو امارت دی.
زموږ مشران هم انسانان دي. نيمګړتياوې هغه بدې وي چې د اصلاح لپاره يې کوشش نه کيږي ، موږ د دې شاهدان يو چې زموږ مشران په اسلامي امارت کې دننه د ټولو نيمګړتياؤ د اصلاح کوشش کوي. او د دې اصلاحاتو د تطبيق لپاره بېلابيل تشکيلاتي جوړښتونه لري.
څوک چې ګيله من او مرور دي ، په ننۍ حساسه مرحله کې چې د نړۍ ټول شيطاني قوتونه د اسلامي امارت د ويشلو په هڅه کې دي دوی بايد خپلې ګيلې او خفګانونه يوې خواته کړي !
له مرورتوبونو څخه لاس واخلي ، د خپل ځآن ، خپلو ډلګيو او محاذونو په مصالحو پسې ونه ګرځي.
بلکه خپلې ټولې شخصي ، ګروپي ، او قومي ګټې د اسلام ، جهاد او د اسلامي امارت د عليا مصالحو په لار کې د سپلني په څير داسې دود کړي لکه څنګه چې مرحوم عاليقدر اميرالمؤمنين رحمه الله خپل امارت او حکومت له يوه مهاجر او مجاهد مسلمان څخه د دفاع په لار کې سپيلنی کړ.
د قيامت په ورځ به د هغو لکونو شهيدانو ، کونډو او يتيمانو لاسونه د هغه چا په ګريوان کې وي څوک چې د مسلمانانو له لوري ګډ کور اسلامي امارت سره جفا وکړي ، خپلو شخصي مصالحو ته د امت په مصالحو ترجيح ورکړي.
او يا د نيمګړتياؤ د اصلاح په پلمه غير شرعي لارې اختيار کړي او د اختلافاتو اور ته لمن ووهي.
و من الله التوفيق