ایا د شهید جسد خاوري کیږي؟

په دې اړه چې د نبیانو جسدونه ځمکه نه خوري شرعي نص موجود دی، رسول اللهﷺ فرمایي: (إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ حَرَّمَ عَلَى الْأَرْضِ أَجْسَادَ الْأَنْبِيَاءِ) أبو داود
الله تعالي پر ځمکه د نبیانو جسدونه حرام کړي، یعني د نبیانو جسدونه به ثابت پاتي وي باذن الله.
خو د شهیدانو او ځینو صالحینو جسدونه هم لیدل شوي چي له ډیرې مودې وروسته هم روغ پاتي دي، د جابر بن عبدالله رضي الله عنه او سیدالشهدا حمزه رضی الله عنه قبرونه چې کلونه وروسته سپړل شوي نو جسدونه یې سالم او روغ رمټ موندل شوي، داسي ډیرې کیسې زموږ په نژدې سیمو کې هم پیښې شوي چي د شهیدانو جسدونه کلونه وروسته هم روغ رمټ موندل شوي اما دا کوم شرعي اصل نشي جوړیدلای چې ووایو د هیڅ کوم شهید جسد ځمکه نه خوري. دا د الله تعالي خاص کرم دی چي د ځینو صالحینو او شهیدانو جسدونه یې روغ ساتلي، د شهیدانو کرامات په کراتو ثابت شوي، د شهیدانو فضایل هم په کتابونو کې خورا ډیر ذکر شوي آن په قران کې شهیدان ژوندي بلل شوي خو ددې هر څه سره سره داسي کوم نص او شرعي اصل موجود نه دی چي ثابته کړي چې د هیڅ شهید جسد ځمکه نه خرابوي.
يَبْلَى كُلُّ شَيْءٍ مِنْ الْإِنْسَانِ إِلَّا عَجْبَ ذَنَبِهِ فِيهِ يُرَكَّبُ الْخَلْقُ) رواه البخاري ومسلم
(په عموم کې)د انسان د بدن هر څه خاوري کیږي مګر د “عجب الذنب” په نوم د ستون فقرات په اخیر کې یو ګردی هډوکی دی دا به روغ پاتي کیږي. دا حکم عام دي په دې کې ټول انسانان راغلل مګر د شرعي نص په وجه انبیاء ترې وتلي دي دهغوی جسدونه نه خاوري کیږي.
ځینې خلګ ګورو چې په دې جهالت یا هم سوء تفاهم کې مبتلا دي که د کوم شهید جسد خاوري شو نو خدای مکړه ددې کس شهادت کې خبره شته!!
حقیقت دادی چي ډیر ځله موږ د شهیدانو د کرامتونو شاهدان یو، د شهید د جسد خوشبویي د شهید د جسد روغ پاتي کیدل او لسګونه نور خارق العاده پیښې چې لیدل شوې او لیدل کیږي چې دا د الله تعالي یو ځانګړی کرم دی، خو د شهادت د اثبات لپاره کوم شرعي لاسوند نه بلل کیږي.
الله تعالي دي د ټولو شهیدانو شهادتونه قبول کړي

حمدالله فطرت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button