د بشري حقونو د څار سازمان: د سي آی اې له ملاتړه برخمن افغان ځانګړي ځواکونه باید منحل شي

عزم(پنجشنبه، ۹ لړم ۱۳۹۸): د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د سي آی اې له ملاتړه برخمنو صفر یو، صفر دوه، صفر درې، صفر څلور، د خوست ضربتیانو او د کندهار یرغلیز ځواک په نامه افغان ځواکونو جنګي جرمونه کړي او ملکي وګړی یې د عملیاتو پر مهال په نښه کړي دي.

یاد راپور کې راغلي چې دغو ځواکونو د شپنیو عملیاتو او بریدونو پر مهال روغتیایي مرکزونه په نښه کړي، ملکي خلک یې وژلي او ځینې یې تري تم کړي چې په همدې توګه له دا ډول عملیاتو څخه د جنګي تکتیک په توګه کار اخلي.

دغه سازمان له افغان حکومت غوښتي چې ټول هغه ځواکونه دې منحل کړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر قوماندې لاندې نه دي چې په دغو ځواکونو کې د سي آی اې تر قوماندې لاندې صفر یو، صفر دوه، صفر درې او صفر څلور قطعو ترڅنګ د خوست ضربتیان او د کندهار یرغلیز ځواک په نوم ځواکونه هم شامل دي.

بي بي سي د دغو ځواکونو د عملیاتو په اړه له هغه یو تن سره مرکه کړې چې د یادو ځواکونو عملیات یې په سترګو لیدلي دي.

هغه وایی په کلي کې مو بمبار پیل او هر کور ته دغه ځواکونه بې له اجازې اوښتل او د کورونو کوټو ته ننوتل.
د وحیدالله په نوم دغه تن ورته ویلي چې د دغو ځواکونو یو تن ورته و ویل و نه ښورئ که امریکایان امر راته وکړي ټول وژنم.
نوموړي ورته ویلي چې د یادو ځواکونو د عملیاتو له امله مو په کلي کې یو وحشت خپور وو، مونږ ټول یې له کلي غره ته بوتلو.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د غزني، وردګ، هلمند، کابل، کندهار، ننګرهار، پکتیا، ارزګان او زابل ولایتونو څخه د دا ډول عملیاتو ۳۹ عیني کتونکي غږولي.
له دغو کسانو څخه یو تن یې د وردګو ولایت مسیح الرحمن دی چې د کور ۱۳ غړی یې د دغو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دي.
مسیح الرحمن ویلی چې درې یې زامن، درې یې لوڼې، یوه یې میرمن او درې یې د کاکا لوڼې په دغو عملیاتو کې شهیدانې شوي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دغو ځواکونو د څار په اړه خپله عاجزي ښودلې او ویلي یې دي چې دا ډیر ستونزمن کار دی خو دوی هڅه کوي چې دا ډول عملیات په ډیر دقت سره ترسره شي تر څو ملکي خلکو ته زیان پکې وانه وړي
خو د بشري حقونو د څار سازمان وایي چې تر اوسه افغان امنیتي ادارو او حکومت په دې ډول عملیاتو کې د ترسره شویو سرغړونو د څيړلو لپاره کومه کارنده کړنلاره نه ده رامنځته کړې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button