تازه خبر: یوشمیر علماو چې د طالبانو په مشر تابه یې ملاحظې درلودي،دمنځګړو په هڅه له ملا اخترمحمد منصور سره بیعت اعلان کړ

طالبانو ته نژدې منابعو ویلي دي هغه یو شمیر علماء کرام چې څه موده وړاندې یې په ۱۵ مخونو مشتمله یوه فتوی صادره کړې وه او د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور پر ټاکنه یې ملاحظې درلودې ، تیره ورځ د هیواد د مختلفو ولایتونو د علماو په هڅه او منځګړیتوب، د ملا اخترمحمد منصور د مرستیال شیخ الحدیث مولوي‌هبت الله اخندزاده صاحب په لاس یې بیعت وکړ او له اسلامي امارت سره یوځای شول.
منبع زیاتوي یوه غونډه چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، ګڼ شمیر علماء کرامو او مخورو پکې برخه درلوده، دهیواد مشهور عالم شیخ الحدیث مولو نظرمحمد الافغاني، مولوي‌ احمدرباني او شیخ الحدیث مولوي‌حمدالله جان صاحب د نورو هغو علماو په نماینده ګي چې تر دې دمه په اختلاف کې پاته وو د طالبانو د مشر د مرستیال په لاس بیعت وکړ او له اسلامي‌امارت سره یې د وفادارۍ ژمنه وکړه.
په خبر کې ویل شوي‌دي، شیخ مولوي‌عبدالروف او حافظ رشید احمد هم خپل بیعتونه د مولوي‌احمد رباني په لاس استولي او له مخالفت نه لاس په سر شوي‌دي.
شنونکي په دې نظر دي چې له طالبانو سره دیادو علماوپه یوځای کیدلو سره نور هیڅ داسي‌ډله پاته نه ده چې په مخالفت دي‌حساب وشي. یو ځای شوي‌ټول هغه علماء دي چې د نوې ډل مشر ملا محمد رسول او نورو افرادو یې ورباندي تمسک کاوه او هغوي یې دلیل ګرځول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button