لنډه کیسه: د میرمنې شکایت

مېرمنې له وهل خوړلو وروسته خاوند ته وویل،
ځم او له تا شکایت کوم…!

خاوند وویل، څه فکر کوې زه تاته اجازه درکوم چې له کوره بهر لاړه شې؟
مېرمنې وویل، فکر کوې د دروازو او کړکیو په تړلو زما د شکایت مخه نیولای شې؟
خاوند په ملنډو وویل، نو ته به څه وکړې.؟
مېرمنې وویل، اړیکه نیسم
خاوند وویل، ټلیفونونه دي له ما سره دي، اوس دي چې څه زړه غواړي ويې کړه…
له دې سره مېرمن تشناب ته ننوته او دروازه یې په ځان پسې وتړله.
خاوند په دې فکر، چې مېرمن یې شاید د تشناب له کړکۍ څخه د تېښتې اراده لري، له کوره بهر د تشناب کړکۍ ته په تمه شو.
شېبه وروسته چې ‌ډاډه شو مېرمن یې د تېښتې اراده نه لري، بیرته کور ته د ننه شو. ګوري مېرمن یې اودس کړی او د جاینماز پر لور روانه ده.
خاوند ته یې وویل، اوس له تا څخه هغه ذات ته شکایت کوم، چې ما یې پر نوم قسم یاد کړی او ستا پر نامه ناسته یم، هغه ذات چې ستا هیڅ راز محدودیتونه ما له هغه ستر ذات سره له اړیکي نشي راګرځولای.
خاوند د مېرمنې له دې خبرې سره په فکرونو کې مېرمنې ته ځير دی، ګوري چې هغې سجده د معمول خلاف ډېره اوږده کړه او له سلام ګرځولو سره یې لاسونه لپه کړل، غوښتل یې دعا وکړي، چې خاوند یې مخې ته کېناست.
خاوند وویل، له دومره اوږدې سجدې وروسته لازمه ده، چې په دعا کې هم زما شکایت وکړې.
مېرمنې وویل، زما په حق کې له خیانت سره سره فکر کوې زه به له دعا څخه منصرفه شم.؟
خاوند وویل، په هغه ذات چې تا یې پر وړاندې دومره اوږده سجده وکړه، قسم کوم چې پر تا لاس پورته کول زما په واک کې نه بلکه غیر اختیاري ول.
مېرمنې وویل، په همدې دلیل مې لوی رب ته ستا په حق کې دعا او د هغه شیطان پر ضد شکایت وکړ، چې زمونږ په منځ کې یې لانجې ته لاره هواره کړه، ستا په زړه کې یې د وهلو وسوسه پیدا کړه، زه دومره جاهله هم نه یم چې د خپلې نړۍ ورانولو په پار د ښېرا لاسونه لپه کړم…
خاوند د خپلې هوښیارې او ځیرکې مېرمنې له عاطفې مالامال فکر ته سترګې را ډنډ شوې، د هغې لاسونه یې ښکل کړل او ژمنه یې وکړه، چې نور به یې لاسونه یوازې او یوازې له خپلې مېرمنې څخه د دفاع او هغې ته دعا له پاره پورته کیږي.

ژباړه: سلیمي ورور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: