نړۍ کې څو ډوله انټرنېټ استعمالیږي؟

نړۍ کې درې ډوله انټرنېټ استعمالیږي
۱ـ surface net سرفس نیټ یعنې سطحي انټرنیټ
۲ ـ deep net ډیپ نیټ یعنې ژور نیټ
۳ ـ dark net ډارک نیټ یا بلیک نیټ یعنې تور انټرنیټ

کوم انټرنیټ چې مونږ او تاسو کاروو لکه ګوکل وغیره یا زمونږ او ستاسې غوندې هر سړی ترې استفاده کوي او هر څوک لاسرسی ورته لري دا surface net دی.

ډیپ نیټ deep net هغه نیټ دی چې عام خلک په اسانۍ ورته لاس رسی نشي لرلی او حکومتي خلک او ادارې یې د خپلو خصوصي اسنادو د ساتلو او تبادله کولو لپاره یا نورو کارونو پخاطر استعمالوي.

تورنیټ dark net هغه نیټ دی چې هیکران ترې استفاده کوي او هر څوک ورته لاس رسی نشي لرلی د دې استعمال هم غیر قانوني دی او ټولې غیر قانوني دندې پکې کیدای شي د وسلو او مخدره موادو د خرید او پلور نیولې هره غیر قانوني او توره سودا پکې کیدای شي.

د فیصدۍ له نظره مونږ او تاسو یا دا عام خلک چې کوم نیټ کاروي یعنې surface net دا ټول %4 دی او د deep او darkweb استعمال %96 دی.
مطلب مونږ نه د انټرنیټ %96 فیصده استعمال پټ دی چې مونږ ترې خبر نه یو.
جواد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: