سیرت النبي (۳۵ برخه): د رسول الله صلی الله علیه وسلم وروستنۍ خبرې

حضرت عایشه رضی الله عنها وايي، چې د دې ناروغي په دوران کې به مې کله کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارک مخ څخه څادر پورته کولو، ویې ویل: «پر یهودو او نصاراؤ ځکه د الله جل جلاله لعنت وشو، چې هغوی د خپلو انبیاؤ قبرونو څخه د سجدو ځایونه جوړ کړي و». هدف یې دا و چې مسلمان باید له دې ځان وژغوري. (بخاري ۱۰۵ مخ).
آه! د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وروستنۍ خبره کې چې د کوم شي ویره وه، هغه اوس مسلمانانو نه دي پرېښي، د اولیاؤ او صالحانو له قبرونو څخه یې د سجدې ځایونه جوړ کړي دي نعوذ بالله. حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنه وايي: چې وفات ته نژدې مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم چت ته وکتل او ویې ویل: «یا الله زه الرفیق الاعلی خوښوم». په ځينو روایاتو کې راغلي چې په وروستیو شیبو کې یې د (الصلاة الصلاة) کلمې په ژبه جاري وې. «۱» (خصائص کبری).
کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رحلت خبر خپور شو، ګنې د ټولو عقلونه لاړل، د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په څير لوی جلیل القدر صحابي، د هغه له وفاته انکار وکړ. ابوبکر صدیق رضی الله عنه په دې مهال راغی؛ نو یوه لنډه وینا یې وکړه، په هغه کې یې خلکو ته د صبر سپارښتنه وکړه. او ویې ویل: چا چې د محمد صلیالله علیه وسلم عبادت کاو نو وا دې وري چې هغه وفات شو او چا چې د الله جل جلاله عبادت کولو، هغه دې پوه شي، چې هغه (حی قیوم دی) نن هم ژوندی دی، صحابه کرامو رضی الله عنهم چې دا واورېده په هوښ شول.
بیا له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته د خلیفه ټاکل له هر څه نه مخکې او وړاندې کار و، ځکه چې په دیني او دینايي معاملو کې خلل راتللو، د دننیو او بهرنیو دښمنانو د یرغلونو نه پرته د هغه د تجهیز او تکفین نه وړاندې د خلیفه ټاکل اړین وبلل او په دې قضیه کې لږ ځنډ راغی چې له دوشنبې نه تر چهارشنبې پورې متوقف شو، حضرت علی کرم الله وجهه، عباس رضی الله عنه او نورو هغه ته غسل او کفن ورکړ او د جنازې لمونځ یې ادا شو، د حدیث شریف سره سم قبر یې د حضرت عایشې رضی الله عنها په کوټه کې وکیندل شو چیرې چې وفات شوی و، ابو طلحه رضی الله عنه قبر وکیندلو. او حضرت علی رضی الله عنه او حضرت عباس رضی الله عنه قبر کې کېښود، د هغه قبر د یو بالښت هومره لوړ و.
د نبوي سیرت له لنډ بیانولو وروسته مناسب برېښي، چې د هغه د سپېڅلیو اخلاقو یوه برخه په مختصره توګه وړاندې کړل شي، ښايي الله جل جلاله مونږ ته پر هغه د عمل کولو توفیق راوبښي. وما ذلک علی الله بعزیز.
…………………………………………
۱ــ د عایشې رضی الله عنها د روایت په اساس بیهقي نقل کړي، چې په وروستیو شیبو کې یې دا کلمات په ژبه جاري وو. (الصلام وما ملکت ایمانکم) د لمانځه او د هغو خلکو چې ستاسو په واک کې دي خیال یې ساتئ.
لیکنه: مولانا مفتي محمد شفیع (رحمه الله)
ژباړه: استاذ محمد علي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: