پل محمود خان چا جوړ کړ او ولې په محمود خان پل نومول شوی؟

کابل ډیر پلونه لري، خو یو مشهور پل پکې د محمود خان پل دی. دغه پل د افغانستان د جمهوري ارګ په ختیځه برخه یا دوه کیلومترۍ کې موقعیت لري او د کابل پر سیند جوړ شوی دی. دغه پل د کابل عېدګاه جومات او د خپلواکۍ د جشن سیمې ته نږدې پروت دی.
د کابل سیند په دوبي کې چندانې اوبه نلري، خو کله چې په ژمي کې ډیرې واورې او په پسرلي کې زیات بارانونه، واورې او اورښتونه وشي نو د کابل په سیند کې اوبه هم ډیرې شي.
د کابل د مشهورو او تاریخي پلونو نه یو هم د محمود خان پل دی چې د بیات قوم د مشهور سردار او مشر محمود خان بیات د نامه په وجه د محمود خان په پله نومول شوی دی. د بیات قوم هغه ترک توکمه قوم دی چې کله احمدشاه بابا د ایران پر نیشاپور بریدونه وکړل نو د بیات قوم یو شمیر خلک یې له ځانه سره افغانستان ته راوستل چې ځینې يې په هرات، کندهار او غزني کې میشته شول. د کندهار د بیات قوم یو شمیر خلک د احمدشاه بابا په پوځ کې شامل شول او د ده ګارډ او محافظت په ساتنه کې یې هم دندې درلودلې، د دوی ځینې مشران د احمدشاه بابا په دربار کې ده ته نږدې خلک ول، په تېره بیا د کندهار په بیاتانو کې عباس قلي بیات او د ده ورور محمود خان بیات د احمدشاه بابا د دربار له مقربینو او نږدې کسانو نه نه ول. د دې لپاره چې درانی تیمور شاه د محمود خان بیات د ورور عباس قلي خان بیات زوم و او کله چې تیمور شاه دراني د افغانستان پلازمېنه له کندهاره کابل ته ولېږدوله تیمور شاه دراني په دربار کې له خپلو نږدې خپلوانو او دوستانو په لړ کې محمود خان بیات هم له ځانه سره له کندهاره کابل ته راووست او د کابل په ششدرک سیمه کې چې اوسني محمودخان پله ته څېرمه پرته ده، هغه ته ځمکه او جاګیر ورکړ . محمود خان بیات هم د کابل په ششدرک سېمه کې یوه کلا ودانه کړه او هم یې د کابل پر سیند یو پل جوړ کړ، چې تر نن ورځې پورې د محمود خان د پله په نامه یادیږي.
همداراز محمود خان بیات د بیات قوم له مشرانو او هم په ۱۸۴۱ زیږدیز کال د انګریزانو پر خلاف د پاڅون د شورا غړی هم و.
د محمود خان کلا وروسته په کابل کې د انګریزانو پر خلاف د ملي مبارزېنو او ازادي غوښتونکو مورچل و . په تېره بیا نائب امین الله خان لوګري د انګریزانو پر خلاف خپل فعالیتونه له همدې کلا رهبري کول او انګریزانو هم پر همدې کلا ډزې کولې.
د کابل د خلکو له ملي پاڅون وروسته په ۱۸۴۱ زیږدیزکال کې د محمود خان د کلا او د محمود خان د پله د شهرت انګازې په کابل کې د خلکو ترمنځ خپرې شوې.
د محمود خان پر پله انګریزانو هم د کابل د بالاحصار او شیرپور ترمنځ چې د دوی پوځي اډه وه تګ راتګ کاوه.
تر هغه وروسته د افغانستان پاچا امیر حبیب الله خان هم هر کال د روژې په میاشت کې له ارګه پر دې پل تېریده او د کابل د عیدګاه په جومات کې به یې د ماښام، ماخوستن او د تراویح لمونځونه کول. امیر حبیب الله خان دغه پل له سره ورغاوه او هلته یې د ساعت یو برج هم جوړ کړ چې د کابل په خپلمنځي جګړو کې دغه برج وران او بیا له سره ورغول شو او تر ننه پورې دغه برج شته. تر هغه وروسته د افغانستان د خپلواکۍ اتل امان الله خان هم پر همدې پله تګ راتګ کاوه. د ظاهر خان د واکمنۍ په وخت کې پاچا له ځانګړو تشریفاتو سره له ارګه راووت او بیا د افغانستان د خپلواکۍ د جشن په مراسمو کې به د وږي په لومړۍ نېټه د پوځي پریډ (رسم ګذشت) له پاره به د دې پله له لارې سلطنتي لوژ ته ورته او د پوځي پریډ ننداره به یې کوله.
همداراز شهید داود خان به هم د جمهوریت د ورځې په مناسبت د چنګاښ د میاشتې په ۲۶ مه نېټه پردې پله تېریده او د پوځي پریډ او رسم ګذشت معاینه او ننداره به یې کوله. دا لړۍ تر ده وروسته هم څو کلونه روانه وه.
د محمود خان پل په دې وروستیو کلونو کې چې په کابل کې د چاودنو له کبله وران شوی و، د ترکیي د حکومت لخوا د ۸۰۰ زرو ډالرو په لګښت ورغول شو.

لیکنه: ډاکټر لطیف یاد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button