په کابل کې وارخطايي، ملي امنيت د تښتيدونکو چارواکو د مخنيوي په هڅه کې

د امريکايي ځواکونو له چټک وتلو سره په کابل کې د چارواکو او د کابل ادارې د وفادارو کړيو په منځ کې سخته وارخطايي ګډه ده، په ډله یيز ډول د کابل ادارې د عسکرو تسليمۍ او د پوستو، قرارګاوو او ولسواليو پرلپسې سقوط د دې وارخطايي ګراف نور هم لوړ کړی. اوس دې سختې وارخطايي د اشرف غني د ادارې امنيتي او دفاعي سکتور ته هم مخه کړې.
د يوې باوري سرچينې د معلوماتو له مخې د مئ د مياشتې په دېرشمه نيټه د اشرف غني د ملي امنيت د لوی رياست په يوه غونډه کې په دې بحث روان ؤ چې د امريکايانو له وتلو سره څه روان دي، څه به وشي او په راتلونکي کې به د حکومت برخليک څنګه وي؟! ويل کيږي په دې غونډه کې احمدضياء سراج يادونه وکړه چې زموږ د ملي امنيت ځينې هغه چارواکي چې کورونه يې په بهر کې ؤ او د خپرې ويرې او وارخطايي له امله بهر ته په تيښته ؤ، موږ يې په مخ کې مانع شو او را و موګرځول؛ خو زموږ خارجي دوستانو زموږ په دې کړنه اعتراض وکړ او ويل يې چې بايد اجازه ورکړئ چې هر څوک هر چيرته خپل ژوند خوندي ويني هلته لاړ شي او تاسو يې په مخ کې مه خنډ کيږئ.
همدا راز یاده سرچينه زياتوي چې د اشرف غني د ملي امنيت لوړ پوړي چارواکي په دې ذهنيت دي چې امريکايان له دوی سره دوکه کوي او له دې ويريږي چې د ډاکټر نجيب د رژيم په څير د دوی رژيم له سقوط سره مخ نشي.
د دې وارخطاييو راپورونه داسې مهال ورکول کيږي چې د اشرف غني د ادارې د عسکرو د تسليمۍ لړۍ په چټکۍ روانه ده او په تيره څه موده کې شپاړس ولسوالۍ، سلګونه پوستې او قرارګاوې هم د طالبانو لاسته لويدلې دي.
څيړونکي اوس مهال د کابل د نظام په چارواکو او پلويانو کې ګډه وارخطايي د ډاکټر نجيب د رژيم د وروستي مهال له وارخطايي سره پرتله کوي او له هغه مهال نه يې هم مورال ښکته ګڼي.
لیکنه: جاهد جلال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: