تخار: طالبانو د چاه آب ولسوالۍ ونیوله

  عزم،چهارشنبه، ۱۹غبرګولی۱۴۰۰):راپورونه وایي چې تیره شپه طالبانو د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله تویتر پاڼه لیکلي: «د تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ مرکز او ټول ملحقات په بشپړه توګه فتحه شوه.»

مجاهد وایي چې دولتي ځواکونه د درنو تلفاتو په لیدلو سره شاتګ ته اړ شوي او ګڼ وسائط، ډيره وسله او مهمات یې ددوی لاس ته ورغلي دي.

ځایي خبریالان وایي چې د یادې ولسوالۍ مرکز تیره ورځ سقوط کړی وه او تیره شپه یې پر امنیې قومانداني درنه جګړه روانه وه.
دولتي چارواکو تر دې مهاله په دې هکله څه نه دي ویلي.
د یادولو ده چې طالبانو تیره ورځ د فاریاب دولت آباد، د غزني جغتو او د بادغیس جوند ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستلې وې

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button