روغتیا وزارت: په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر له ۸۴ زرو واوښت

عزم(چهارشنبه، ۱۹، غبرګولی ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا درېیمه څپه مخ پر چټکۍ روانه ده او اوس هره ورځ له ۱۰۰۰ نه زیاتې مثبتې پېښې ثبتېږي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴،۹۵۹ پېښې معاینه شوي، چې ۱،۷۲۴ یې مثبتې وې.

د خبرپاڼې له مخې، په هېواد کې د کرونا وبا د راپیدا کېدو راهیسې دغه پېښې تر ټولو ډېرې دي او هم د کرونا له امله ۵۴ تنه وژل شوي دي او ۵۷۱ تنه ترې روغ شوي هم دي.

د کرونا د تازه پېښو په ثبتېدو سره په ټول هېواد کې د کرونا ۸۴ زره او ۵۰ مثبتې پېښې ثبت وي، چې ۳،۳۰۵ تنه ترې مړه شوي او ۵۹،۵۶۹ تنه ترې بېرته رغېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کرونا وایروس په درېیمه څپه کې ماشومان، ځوانان او د ډېر عمر کسان په دغه وایروس ککړ شوي؛ خو ډېره قرباني یې له هغو کسانو اخیستې ده چې عمرونه یې زیات وو.

په ټوله نړۍ کې د کرونا وایروس مخ پر چټکۍ خپرېږي، چې ځینې هېوادونه یې سخت ځپلي دي.

روانه اوونۍ د عامې روغتیا وزارت ویلي وو، چې په هېواد کې د کرونا ضد واکسین خلاص شوي او اوس نور واکسین نه لري چې ناروغانو ته یې تطبیق کړي.

پرون په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم ویلي وو، سبا پنجشنبه به له دغه هېواد کې څخه ۷ سوه زره خوراکه واکسین کابل ته ولېږدول شي، چې د کرونا ځپلو لپاره به تطبیق شي.

له افغانستان سره تر اوسه یوازې هندوستان او چین د کرونا ضد واکسینو مرسته کړې ده او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو هم د کرونا ضد واکسینو د مرستې ژمنه کړې؛ خو تر اوسه یې حکومت ته په واک کې ورکړې نه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: