مسیر ورځپاڼه: د برېښنا د ستنو ویجاړونکي د چارواکو سیاسي ملاتړ لري

عزم(چهارشنبه، ۱۹، غبرګولی ۱۴۰۰): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د برېښنا د ستنو په ویجاړونکو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، په تېرو دوو میاشتو کې د برېښنا ۱۹ ستنې الوځول شوي دي.

«برېښنا شرکت وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې د برېښنا ۱۹ ستنې الوځول شوي، چې له امله یې نه یوازې خلک له ستونزو سره مخ شوي، بلکې برېښنا شرکت ته هم میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی. وړمه ورځ  هم د پروان په سالنګ کې دوې ستنې په بمونو الوځول شوي چې له امله یې پر کابل او ځینو نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.»

د سرلیکنې له مخې، د برېښنا د ستنو د نړولو مسوولیت څوک نه اخلي او نه هم تر اوسه په دې تړاو څوک نیول شوي. «تر اوسه پورې د برېښنا ستنو د نړولو مسوولیت هېچا نه دی اخیستی. برېښنا شرکت دا کار د روښنایۍ او د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار ګڼي، خو دا چې دا دښمنان څوک دي او له دې کاره یې موخه څه ده، معلومه نه ده. امنیتي ادارې هم په دې تړاو غلي دي او یوازې کله کله دومره وايي چې دوی هڅې روانې کړي او ژر به د دې پېښو عاملین ونیسي. دوې میاشتې دا لوبه روانه ده، خو نه د دې پېښو عاملین ونیول شول او نه هم د دې پېښو مخنیوي وشو، بلکې پېښې ورځ تر بلې زیاتې شوې او خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. له دې امله چې د ګرمۍ موسم دی او خلک برېښنا ته ډېره اړتیا لري، نو ځکه د دې جنایت له امله عام خلک ډېر ځورېږي.»

ورځپاڼې لیکلي: د دې پېښو تر شا داسې لاس دی، چې له حکومت باج غواړي او یا په دې پلمه غواړي ملېشې جوړې کړي او له حکومت جواز تر لاسه کړي.

«د دې پېښو عاملین لا هم معلوم نه دي، خو ښکاري چې د وسله‌والو مخالفینو کار نه دی، بلکې بل څوک یې تر شا دي. ډېری دا پېښې په پروان او کابل کې شوي او په هغو سیمو کې دي چې هلته د حکومت واکمني ده. د پېښو ځایونو، ډول او نورو اړخونو ته په کتو سره داسې نه ښکاري چې په دې کار کې دې وسله‌وال مخالفین لاس ولري او نه هم دولت او برېښنا شرکت وسله‌وال مخالفین په ښکاره د دې کار عاملین ګڼي. وسله‌وال غله او باج‌اخیستونکي لومړني هغه کسان دي چې په دغو جنایتونو کې دخیل ګڼل کېږي. ویل کېږي چې دوی له برېښنا شرکت باج غواړي او برېښنا شرکت یې نه ورکوي، نو ځکه دا چاودنې کوي. دا چادونې زیاتې او په لویه جغرافیه کې دي، نو که غله او باج اخیستونکې هم وي، لوی غله دي او ښايي دولتي او سیاسي ملاتړ هم ولري. دویمه خبره دا ده چې په دغو سیمو کې یوه فعاله سیاسي- نظامي کړۍ پر حکومت د فشار او سیاسي باج اخیستو لپاره دا کار کوي. دوی غواړي چې په ډې ډول په حکومت او په ځانګړي ډول د سولې په پروسه کې مهم رول ولري. درېیمه خبره دا هم کېږي چې ځیني کسان غواړي په دې ډول بریدونو سره له حکومت څخه د ملېشه جوړولو جواز تر لاسه کړي او د برېښنا د ستنو د امنیت په پلمه ملېشې جوړې کړي او لګښت یې هم له حکومت څخه واخلي. ښايي نور احتمالات هم وي، خو دا درې پکې زیات یادېږي.»

د مسیر په باور، حکومت ته پکار ده چې د برېښنا ستنو له ویجاړونکو سره سخت چلند وي او د دې پېښو د تکرار مخه ونیسي. «د برېښنا پر ستنو بریدونه که هر څوک کوي، جنایت او د له خلکو سره دښمني ده. دا که غله وي، که مالي یا سیاسي باج‌اخیستونکي او یا هم بل هر څوک، حکومت یې باید پر وړاندې چټک او پرېکنده ګامونه واخلي. تر اوسه پورې د حکومت کارونه ساړه، ناکاره او بې ګټې وو چې خلک یې ناهیلي کړي دي. حکومت ته پکار ده چې نور په دې برخه کې سوړ چلند ونه کړي، چټ ګامونه واخلي، ددې جنایت عاملین پیدا کړي، سزا ورکړي او د نورو دا ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: