له افغانستانه سږ کال قزاقستان ته ۵۰ مټریک ټنه وچ زردالو صادرېږي

عزم(چهارشنبه، ۱۹، غبرګولی ۱۴۰۰): د کرنې وزارت وايي، د دغه وزارت په همکارۍ د صدفي لمیټد له خوا د هېواد د وچو زردالو لومړۍ کڅوړه قزاقستان ته صادرېږي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې صادرېدونکې کڅوړه کې د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۵۰ مټریک ټنه وچ زردالو دي. «د ویاړ ځای دی، چې خصوصي سکټور سیمې ته مېوې او سابه صادروي. موږ د صادراتو د اسانچارو په صفت کارکوو او هلې ځلې کوو، چې نه یوازې قزاقستان، بلکې ترکمنستان، تاجکستان، روسیې او نورو هېوادونو ته هم د صادراتو لړۍ زیات شي.»

د خبرپاڼې له مخې، له دې وروسته به ډېرې وچې او تازه مېوې، سابه او نور کرنیز توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې نورو هېوادونو ته صادرېږي. «نه یوازې زردالو، بلکې کچالو، بادرنګ او د نورو کرنیزو محصولاتو صادرات باید هم ولرو او د مېوو او سبو ارزښت باید تلپاتې وساتل شي.»

یو شمېر سوداګر بیا شکایت کوي، چې د افغانستان صادرات باید د سوداګرۍ له مافیايي کړیو خلاص شي، چې افغان سوداګر په خوندي توګه نورو هېوادونو ته صادرات ولري.

د وچو مېوو سوداګر امېد حیدري وايي، د افغانستان صادرات د سوداګرۍ له مافیاوو باید خلاص شي او د صادراتو یو واحد مرکز دې جوړ شي، ترڅو مېوې او سابه په خوندي توګه صادر شي.

افغانستان اوسمهال د نړۍ ګڼو هېوادونو ته وچې او تازه مېوې، طبي بوټي، کرنیز محصولات او زعفران صادروي؛ خو له نورې نړۍ ګڼ د اړتیا وړ توکي اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: