ارزګان کې د ۲ قومندانانو په ګډون ۳۰ تنه عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

عزم(چهارشنبه، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰): نن سهار د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالۍ د ۲ قومندانانو په ګډون ۳۰ تنه عسکر او پولیس له وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ د قومندان غازي او قومندان غلام رسول ۲ پوستي د خپلو ټولو ۳۰تنو پولیسو، اردوعسکرو او مهماتو سره دوی ته تسلیم شول.

احمدي ویلي چې نوموړو د ځان سره ۲۹ میله سپکه اودرنه وسله، په زیاته اندازه مهمات هم له ځان سره راوړل.

نوموړي زیاته کړې چې د دې ترڅنګ د ولسوالۍ شاوخوا ۱۰ نورې پوستې هم تخلیه شوي او پکې میشتو عسکرو ترې شاتګ کړی.

د یادونې وړ دی چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت ګیزاب ولسوالۍ هم د طالبانو په لاس سقوط شوه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button