هندوستان ټایمز ورځپاڼه: هند له طالب مشرانو سره اړیکې ټینګې کړې

  عزم،چهارشنبه، ۱۹غبرګولی۱۴۰۰):هندوستان ټایمز ورځپاڼې ددغه هیواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې هند د لومړي ځل لپاره له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې دي.
ورځپاڼې ویلي، هندي چارواکو د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر اخند او نورو طالب مشرانو سره اړیکې نیولې دي.

ورځپاڼه وایي هندي چارواکو په ځانګړې توګه د هند پوځي مشرانو څو میاشتې مخکې دغه اړیکې ټینګې کړې او دا مهال د “پراختیا” په حال کې دي.
ورځپاڼې د چارواکو له قوله ویلي چې دا اړیکې له هغو طالب مشرانو سره نیول شوې چې ملي فکر لري او د هند لخوا د ګاونډیو هیوادونو په ملاتړ تورن نه دي.
د ورځپاڼې وړاندې ویلي دي چې دواړو لوریو تر دې مهاله د مخامخ ناستې پریکړه نه ده کړې.
دا راپور داسې مهال خپریږي، چې طالبان دا مهال د افغانستان په غوڅ اکثریت اراضي باندې واکمن دي او د ګاونډیو هیوادونو به ګډون یې د سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو سره د سالمو دیپلوماتیکو اړیکو د پاللو ژمنه کړې ده.
طالبانو ویلي، دوی ډاډ ورکوي چې له افغانستانه به د سیمې اونړۍ هیوادنو ته ضرر پیښ نه شي، نه د چا په داخلي امورو کې مداخله کوي او نه هم نورو ته دا اجازه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې د لاس وهنې هڅه وکړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button