د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوه

عزم(چهارشنبه، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰): طالبانو ویلي چې د ارزګان ولایت له ګیزاب ولسوالۍ وروسته یې د دغه ولایت چنارتو ولسوالۍ هم تر واک لاندې راغلې.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې شیبه وړاندې یې د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ، د ملي امنیت مدیریت او نورې ټولې ودانۍ نیولې دي.

احمدي ویلي چې دولتي چارواکي له سیمې په شا شوي او نوموړې ولسوالۍ ټوله په بشپړه توګه د دوی لاس ته لویدلې.

د یادونې وړ دی چې نن سهار په دغه ولسوالۍ کې دوه قومندانان د دیرش تنو عسکرو او پولیسو په ګډون طالبانو ته تسلیم شوي و او له لس نورو پوستو امنیتي ځواکونه په شا شوي و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: