بدخشان: طالبانو د ارغنجخواه ولسوالۍ مرکز ونیوه

  عزم،چهارشنبه، ۱۹غبرګولی۱۴۰۰):راپورونه وایي چې طالبانو د بدخشان ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ انتقالي مرکز هم تر خپل کنترول لاندې راوستلی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د یادې ولسوالۍ مرکز یې نن ماښام مهال په بشپړه توګه نیولی او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

مجاهد زیاته کړې ده چې چې دولتي ملیشې د تلفاتو په لیدلو سره شاتګ ته اړ شوې او ۳ ټانګونه، خورا ډیره وسله او مهمات ددوی په لاس ورغلي دي.
طالبانو نن سهار د یادې ولسوالۍ د مرکز اړوند ۵ دفاعي پوستو سقوط کړې؛ پر مهال یې ۷ تنه عسکر ووژل شول او د وسلو او مهماتو ترڅنګ یې ۶ تنه نور یې ژوندي نیولي وه.
ویل کیږي چې دولتي ځواکونو دامهال د دشت پینګ سیمې ته شاتګ کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د یادې ولسوالۍ اصلي مرکز او امنیه قومندانۍ نږدې دوه کاله وړاندې د طالبانو لاس ته لویدلي وه.
دا په نن ورځ کې دریمه ولسوالۍ شوه چې د طالبانو لاس ته لویږي؛ طالبانو نن سهار د تخار ولایت د چاه آب او ورپسې د ارزګان چنارتو ولسوالۍ هم تر خپل کنترولاندې راوستلې وې
طالبان وایي چې د چنارتو ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ، داستخباراتو مرکز اوشاوخواټولې پوستې یې په بشپړډول نیولې؛ ولسوال معلم فیض محمد، امنيه قومندان اخترمحمد،او داستخباراتو مدیرشفیع الله په ګډون 100تنه پولیس،عسکراو قومندانان دخپلوټولووسلو، وسایطواومهماتوسره ورته تسلیم شوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button