”پاکستان امریکا ته خپله خاوره کې د بېسونو له ورکولو انکار کړی“

عزم نیوز (چارشنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۰): پاکستانۍ رسنۍ وايي حکومتي چارواکو په شخصي توګه تایید کړې چې د سي آی اې مشر ویلیام برنس اسلام آباد ته په پټ سفر تللی و څو له پاکستاني چارواکو سره د ”ترهګرۍ-ضد“ تدابیرو باندې خبرې وکړي.

ډان ورځپاڼې د جون په نهمه د چارواکو له خولې لیکلي چې امریکايي لوري ته په صراحت سره ویل شوي چې په پاکستان کې به دوی ته د افغانستان د څار او هلته د عملیاتو لپاره بېسونه ورنه کړل شي. راپور زیاته کړې پاکستان غوښتنه کړې چې امریکا باید د بېسونو غوښتلو پر ځای ډرون الوتکې ورکړي څو دوی پخپله د ”ترهګریزو“ اهدافو پر ضد بریدونه ترسره کړي.

دا راپور تر هغه وروسته خپریږي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړ چې د سي آی اې مشر له پاکستاني چارواکو سره د پوځي همکاریو په اړه د بحثونو لپاره اسلام آباد ته پټ سفر کړی دی.

 نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي و، امریکايي چارواکو باور درلود چې پاکستان متحده ایالتونو ته د بېسونو ورکول غوښتل، خو سخت شرایط یې ورته ایښي وو، د ساري په ډول ویلي یې و چې د هر هدف تر ویشتل کېدو وړاندې به له پاکستان سره معلومات شریکیږي.

ډان لیکي چې تر دې دمه هیڅ لوري هم د د سي آی اې د مشر د سفر دقیقه نېټه نه ده ښوولې، خو داسې باورونه شته چې ښايي دا سفر د تیرې اپرېل میاشتې په وروستیو کې شوی وي.

د ډان د راپور له مخې، په وروستیو اوونیو کې په دې موضوع د پاکستان او متحده ایالتونو د مختلفو کچو چارواکو بحثونه سره کړي دي.

راپور د چارواکو له خولې لیکلي چې د سي آی اې مشر له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدل غوښتل، خو ورته ویل شوي و چې عمران خان یوازې له خپل سیال سره لیدلای شي. ډان وايي، د سیال په کچه غونډه باندې د پاکستان د ټینګار لامل دا دی چې دا هېواد د جو بایډن تر ولسمشر کېدو وروسته په تر ټولو لوړه کچه د تعامل نه شتون غوسه کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: