د بادغیس ولایتي شورا: د آبکمري ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنه دولتي منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي

عزم(چهارشنبه، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰): د بادغیس ولایتي شورا وایي چې د قادس ولسوالۍ له بزبایو سیمې شاتګ څخه وروسته د آبکمري ولسوالۍ کې تر سلو پورې دولتي منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي.

د ولایتي شورا غړی محمد فرید اخیزي ویلي چې د آبکمري ولسوالۍ ګنده آب سیمه کې ۱۰۰ تنو پورې دولتي منسوبین له خپلو درنو او سپکو وسلو سره طالبانو ته ورغلي.

نوموړي ویلي چې یادو کسانو کې د ملي اردو، د ملي امنیت اړوند سیمه ییز پولیس او پولیس پکې شامل دي چې خپلې سیمې یې طالبانو ته پریښي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم د آبکمري ولسوالۍ اړوند د ګندآب په سیمه کې یې یوه مهمه قرارګاه نیولې، تر سلو پورې وسلې او ګڼ شمیر مهمات هم لاسته ورغلي.

احمدي دا نه دی ویلي چې دولتي منسوبین یې هم ژوندي نیولي، خو ادعا یې کړې چې تښتیدلي عسکر په سیمه کې تر جدي تعقیب لاندې دي‏‎.

احمدي همداراز ادعا کړې چې د قادس او مقر ولسوالیو تر مابین پر ګډه پوله دبزبایو دسیمي هغه غټه قرارګاه یې نیولې چې د یوې لوړې غونډۍ پر سر ودانه وه او همدغه سیمه کې یې حلور نورې پوستې هم نیولي.

د ولایتي شورا غړي هم تایید کړې چې د بزبایو سیمې قرارګاه طالبانو نیولې او دغه استراتیژیکه سیمه د طالبانو لاسته لویدلې.

د یادونې وړ دی چې تیره ورځ د یاد ولاین جوند ولسوالۍ هم طالبانو نیولې وه او عسکرو ترې شاتګ کړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: