طالبان خپلو منسوبینو ته: د نیول شويو دولتي تأسیساتو د تخریب اجازه چاته مه ورکوئ

  عزم،چهارشنبه، ۱۹غبرګولی۱۴۰۰):د طالبانو نظامي کمیسیون په یوه پیغام پاڼه کې خپلو ټولو منسوبینو ته سپارښتنه کړې چې د نیول شویو دولتي تأسیساتو د تخریب مخنیوی دې وکړي او چاته دې اجازه نه ورکوي، څو هغو ته زیان واړوي.

اعلامیه کې راغلي «د دښمن نظامي تأسیسات لکه: پوستې، قرارګاوې، ولسوالۍ، کنډکونه او…نور چې فتح شي، نو د تخریب او خرڅلاو مخه دې ونیول شي»
اعلامیه وړاندې وايي چې سقوط شویو امنیتي مراکزو ته دې ولسي خلک هم نه ورپریښوودل کیږي چې غیر پوځي وسایل لکه خاردار سیم، جوالونه او یا هم نور توکي ترې یوسي.

اعلامیه کې ددې کار لامل دا بلل شوی چې په دې توګه به هم یاد ځایونه روغ پاتې شي او هم به مقابل لوري ته د چورتالان په پلمه د هغوی د بمبارولو توجیه په لاس نه ورځي اود خپلې ماتې غچ به له ولسي افغانانو نه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو لخوا د یوې پوستې ترسقوط وروسته د سیمې خلکو غوښتل غیر پوځي توکي ترې یوسي، چې د هوایي برید ښکار شول؛ چې د نږدې ۴۰ کسانو د وژل کیدو او سلو نورو د ټپي کیدو لامل شو.

طالبان داسې مهال دا اقدام کوي، چې روانه میاشت یې بیلابیلو ولایتونو کې شاوخوا ۲۳ولسوالۍ، په لسګونو امنیتي پوستې او په زیات شمیر بیسونه او قرارګاوې ترخپل کنترول لاندې راوستلې دي.

ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د دغه اقدام دروند هرکلی شوی او دا د هیواد د شتمنیو له ساتنې سره د هغوی لیوالتیا بلل شوې ده.
شنونکي وایي د طالبانو خوځنده فعالیتونه ښیي چې هغوی ښایي یوځل بیا د واکمنۍ تر پولو ورسیږي، نو وار له مخه خپل پرسونل د هیواد قیادت ته چمتو کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: