د افغانستان روان حالات د ځمکني حقیقت او تشویش ترمنځ…!!

لیکنه: موسی فرهاد

په داسي حال کې چې د طالبانو مشرتابه لا تراوسه خپلو نظامي قومندانانو ته د پراخو تهاجمي عملیاتو او ولایتونو د ولکه کولو اجازه نه ده ورکړې؛ د معمولي نظامي عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان پوځي وضعیت په بل مخ اوښتی.
د تیري یوې میاشتې په موده کې څه باندي شل ولسوالۍ، په لسګونو لویې نظامي قرارګاوي او په سلګونو پوځي پوستې د طالبانو لاس ته په داسي شکل لویدلې چې په زرګونو عسکر یې یا خو ژوندی نیول شوي، یا تسلیم شوي، یا تښتیدلي او یا هم ځیني وژل شوي دي.
برعکس د کابل رژیم د ضعیف مورال له کبله، د دې توانمندي له لاسه ورکړې چې د یادو نیول شویو مراکزو د بیا نیولو هڅه دې وکړي، له دې نه څرګندیږي چې د بهرني اشغال له خاتمې سره هم مهاله، د اشغال بقایا (د کابل موجوده رژیم) د حتمي سقوط په درشل کې قرار لري. دا یو ثابت ځمکنی حقیقت دی. چې له نورو زاویو یې د بدلولو هڅي کیږي.

له بدیلو لارو د سقوط د مخنیوي هڅي:

= د کابل رژیم چارواکي چې نن سبا کومه خبره زمزمه کوي؛ هغه دا چې وایی اوس زموږ پرضد د طالبانو جهاد شرعي صبغه بایللې ده، ځکه چې بهرنیان د وتلو په حال کې دي.
په همدې خاطر د کابل رژیم چارواکي ګرځي چې په نړۍ کې کوم همنظره سیکولر ملا ویني؛ د روان جهاد د نامشروعیت فتوا ترې غواړي او پر افغانستان یې په دې نامه تطبیقوي چې ګویا دا خپل منځي ناروا جګړه ده، جهاد نه دی.
د دوی له دې ادعا، چې وایي جګړه اوس مشروعیت نلري؛ ښه څرګنده شوه چې د دوی په زعم هم تر دې وړاندي دا شل کاله د مجاهدینو مبارزه برحق جهاد و، او دوی چې دا شل کاله د اشغالګرو ترڅنګ ولاړ وو؛ دوی په ناروا لاره کې وو، د دین او وطن پرضد جنګیدل.
او دا چې اوس په ډلو ډلو عسکر وسلې غورځوي، له مجاهدینو سره یوځای کیږي؛ دې هم ښه ثابته کړه، چې تر دې وړاندي هغوی د امریکا په قومنده د هغوی د ډالرو په بدل کې د کرایي قاتلانو دنده اجرا کوله، اوس چې امریکایان تري ولاړل، د ډالرو امیدونه یې قطع شول، نو یې هغه باطله لاره پریښوده.
نو آیا د رژیم چارواکي هم د خپلو عسکرو په څیر، په تېر کردار پښیمانه دي؟ آیا د اشغالګرو له ملګرتیا بیزاره شوي؟ آیا د طالبانو دا تېره شل کلنه مبارزه برحق جهاد ګڼي؟ او آیا خپل کار ته ناروا عمل وایی؟ که چیري جواب مثبت وي، نو بلکل دا حق لري چې ووایي، د طالبانو جهاد زموږ په وړاندي نور مشروعیت نلري.
او که چیري اوس هم د پخوا په څیر ځانونه د نیویارک او واشنګټن ساتونکي ګڼي، طالب ته ترهګر وایی، د امنیتي تړون ترنامه لاندي اوس هم د ناټو په متوقع مالي او نظامي مرستو او بمبارونو ناز کوي. (دفاع وزیر یې خپلو عسکرو ته ډاډ په دې ورکوي چې تاسو وار مه خطا کوئ، له دې پس به هم له موږ سره د بهرنیانو پوځي مرستې او بمبارونه جاري وي.)
نو آیا په داسي صورت کې بیا د دوی دا دعوه پرځای ده؟ چې ووایي، زموږ په وړاندي روان جهاد خپله صِبغه بایللې؟! نه هیڅکله نه.

= بله حربه چې د کابل رژیم چارواکي او د هغوی په اشاره یې ځیني په اصطلاح بې طرفه وګړي کاروي؛ هغه دا ده چې دوی وایی، بهرنیان په غیرمسئولانه ډول ووتل، افغانستان یې د کورنۍ جګړې طرف ته ور ټیل واهه، مانا دا چې بهرنیان باید تر نامالومه وخته پوري دلته وای، نه وای وتلي، دا کومه جګړه چې شل کاله روانه وه؛ د دوی په نظر هغه ډېر آیډیال حالت و، هغه دې همداسي روان وای، که څه هم د طالبانو له یوې وړې حملې سره به یرغلګرو پوره کلي، جوماته، مدرسې او قریې ورانولي، په سلګونو ښځي او ماشومان به یې د مرګ په خوب ویده کول، د دوی په نظر هغه بد حالت نه و، ولي اوس چې په یوه میاشت کې چې بهرنیان لا هم مکمل نه دي وتلي؛ طالبان په یوه میاشت کې شل ولسوالۍ نیسي؛ په سلګونو عسکر پرځای د دې چې په جګړه کې ووژل شي؛ په تسلمیدا سره د هغووی ژوند ژغورل کیږي، جګړه مخ پر ختمیدو ده، طالبان د پرمختګ په حال کې دي؛ دوی دا حالت ډېر د تشویش معرفي کوي، نظرونه وړاندي کوي چې د خدای دپاره افغانستان تباه شو، جګړه خونړۍ شوه، طالبان دي د زور پرځای له حکومت سره په کابل کې یوځای شي. د دوی په خبره وطن دې نه ورانوي.
دا هغه تشویش دی چې له ځمکني حقیقت سره هیڅ نوع تړاو نلري، بلکي یو تشویش دی، یوه تبلیغاتي حربه ده چې د بهرنیانو د پاتي کیدلو او یا لږ ترلږه د اشغال د میراثي رژیم د ساتني په موخه یې دا تش په نامه بې طرفه چارپوهان ترسره کوي.
کنه حقیقت دا دی چې لومړی د اشغال له خاتمې سره، دویم د طالبانو له پرمختګ سره او درېیم له جګړې څخه د عسکرو د لاس اخیستلو په وجه سل سلنه دا حقیقت واضح دی چې جګړه به په افغانستان کې پای ته رسیږي. افغانستان به د امن کور وي. افغانستان هیڅکله د کورنۍ جګړې خوا ته نه درومي، هیڅکله د تباهۍ خوا ته نه دی روان. البته د رژیم ځیني چارواکي که خپلي سرټمبګۍ ته همداسي دوام ورکړي، ممکن د دوی د تباهي باعث وګرځي.

= بل تشویش چې ځیني تشویش اچوونکي یې مطرح کوي؛ هغه دا دی چې وایي که په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ اسلامي حکومت رامنځ ته کیږي؛ ممکن افغانستان نړیوال سیاسي مشروعیت له لاسه ورکړي، نړیوالې مرستي به قطع شي. نو پکار ده چې طالبان د کابل په موجوده رژیم کې ضم شي ترڅو د نړۍ مرستې دوام پیدا کړي.
که چیري د افغانستان نړیوال مشروعیت دا وي چې دا شل کاله یې په نړۍ کې درلودی، او له هري خوا ډالر ورته را روان وو، خو د هر ډالر په بدل کې یو افغان وژل کیده، نو دغه مشروعیت ته خو افغانان هیڅ اړتیا نلري. بلکي په خلاف یې ولاړ دي. او که نړیوالي مرستې همدا بللي کیږي چې ځمکه او فضا دې د پردیو په ولکه کې وي؛ دا مرستي هم افغانانو ته قابل قبول نه دي.
حقیقت دا دی چې دا هم یو تشویش دی، هغه چې د رژیم د خواخوږو بې طرفه کارپوهانو لخوا مطرح کیږي، کنه رښتیا خبره دا ده چې طالبان اوس په نړۍ کې نه یوازي د یو پوځي، بلکي د افغانستان د یو مطرح او واکمن سیاسي ځواک په حیث پیژندل شوي، له همدې امله همدا اوس نړیوال ورسره سیاسي تعامل کوي، دوه اړخیزي اړیکي ورسره رغوي، په آینده کې که د طالبانو نظام راځي، نړیوال به هم د خپلو دوه اړخیزو ګټو په رڼا کې له افغانستان سره د یو سیال په حیث سیاسي چال چلند کوي.
بلکي افغانستان به د بل هر وخت په پرتله له ښه سیاسي پرسټیج څخه برخمن ګرځي، لازمه نه ده چې پر کابل دې د امریکا یو ګوډاګی رژیم واکمن وي، او نړیوال دې د رسمیت پیژندني لپاره هغه ګوډاګی رژیم حرف آخر وګڼي.
طالبانو هم د نړۍ له هیوادونو، هم د سیمي او هم له ګاونډیانو سره تفاهم کړی، د هغوی اندیښنې یې رفع کړي، او هغوی ته یې قناعت ورکړی چې افغانستان ته به آینده د یو محکوم هیواد او ګوډاګي رژیم له عینکو نه ګوري، بلکي د دوه اړخیزو دیپلوماتیکو، بشري او اقتصادي ګټو پر آساس به ورسره تعامل کوي.
له همدې ځایه ده چې د افغانستان روان حالاتو ته خلک له دوو زاویو ګوري، څوک چې د افغانستان د خپلواکۍ او په خپلواک هیواد کې د یوه قوي، مقتدر اسلامي حاکمیت تږي دي؛ هغوی داسي تشویش نلري لکه څنګه چې یې نن سبا د کابل د ګوډاګي رژیم ځیني خواخوږي د بې طرفو خلکو په پوښ کې مطرح کوي.
ځکه چې ځمکني واقعیتونه دا دي، چې افغانستان نور دې ته بیخي نژدې شوی چې له شل کلن اشغال څخه په کامل ډول استقلال ترلاسه کړي، او دې ته نژدي شوې چې د تل لپاره د جګړې عوامل په کي ختم شي. او دې ته قریب دی چې نور د هغو پرديپاله سیکولرذهنه ګوډاګیانو او مزدورو جنګ سالارانو له واکمنۍ څخه وژغورل شي.
پورتني ذکر شوي موارد فقط تشویشونه دي، حقایق هغه څه دي چې موږ یې یادونه وکړه او دا تشویشونه د دې لپاره خلک مطرح کوي چې که بهرنیان را ونه ګرځي نو لږ ترلږه د هغوی دا میراثي رژیم خو باید وژغورل شي.

پای …………!!
موسی فرهاد
۲۰۲۱ / ۶ / ۹

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: