د هندوانو، امرالله صالح او حج او اوقاف وزارت ګډه استخباراتي پروژه

جاهد جلال
څرنګه چې د کابل اداره د امريکايانو د وتلو او د طالبانو د وروستيو پوځي تحرکاتو له امله له سخت فشار سره مخ ده؛ هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې د طالبانو په وړاندې عمل وکړي. د کابل د ادارې زيات تمرکز په تبليغاتو او استخباراتي دسيسو دی. د سيمې له ځينې هيوادونو سره د دوی پټې معاملې هم د همدې موخې لپاره دي.
د يوې باوري سرچينې د معلوماتو له مخې د حج او اوقاف وزارت ته د قاسم حليمي راوستل د دې لپاره ؤ چې له دغه وزارت څخه د استخباراتي موخو لپاره کار واخلي. اوس مهال د هندوستان د خارجي استخباراتو سازمان را ( Raw ) د کابل ادارې د ملي امنيت د رياست او د حج او اوقاف وزارت د کابل ادارې د لومړي مرستيال امرالله صالح په مشرۍ يوه استخباراتي پروژه تر کار لاندې نيولې. د دې پروژې له مخې دوی هڅه کوي چې د طالبانو د مشرانو پر ضد استخباراتي فعاليت وکړي، په اړه يې معلومات راټول کړي او پر ضد يې تخريبي فعاليتونه ترسره کړي.
ويل کيږي په دې پروژه کې زيات تمرکز د حج او اوقاف په امکاناتو کيږي او قاسم حليمي په وزارت کې د بقا او د يو څه مادي امتيازاتو د لاسته راوړلو لپاره ډيرې وعدې ترسره کړي او ډيرې لافې يې وهلې دي.
د استخباراتي چارو د کارپوهانو له انده د کابل د ادارې مثال داسې دی لکه څوک چې اوبو اخيستي وي او هر څه ته لاس اچوي. د دوی له نظره دا نوې پروژه به کومه خاصه نتيجه ګټه ونلري؛ ځکه دا يو ثابت حقيقت دی چې د طالبانو په ليکو کې نفوذ او اختراق ډير ګران کار دی او چا چې د داسې نفوذ او اختراق هڅه کړې، طالبانو يې په مقابل کې ډير په سرعت عمل کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: