د ميزايل ټيکنالوژي ابتداء!

له نن څخه تقريبا ۸۰۰ کال مخکې لومړني مسلمان ساينسپوه «نجم الدین حسن الرماح» په خپل کتاب کې «ميزايل او د هغۀ کارول او د منجنيق پر مټ د راکټ فايرولو د کيفيت» يادونه کړې.
دی د مملوک مصر د سلطنت کيميا پوه او انجينر و، د بارودو او نورو چاودېدونکو توکو زده کړې يې وکړې او جنګي وسايل يې اختراع کړل.
هېره دې نه وي چې د اوښکې بهونکي ګاز موجد او مخترع هم دغه ساينسپوه دی او همدۀ سمندري بارودي سرنګ تيار کړی و چې په دې به يې د دښمن بحري بېړۍ تباه کولې!
دۀ ته د «رماح» يعني «غشي» لقب هم د دغو پوځي آلاتو د ايجادولو له امله ورکړل شوی و!
حسن رماح د فرانسې د پاچا «لويس نهم» په مشرۍ د صليبي حملو پرمهال هم د اسلام دفاع کوله او په جنګ کې شريک و.
د همدۀ د جوړو شويو بارودي سرنګونو څخه فرانسوي پاچا دومره په تنګ شو چې “لۀ دغۀ جهنم څخه د ژغورنې دعا(!) يې کړې وه”.
يو ځل يې په کور کې د ميزايل د جوړولو تجربه کوله نو د بارودو له امله يې کور وسوځېد چې بيا مملوکي پاچا د شام په ساحل کې يو لابراتوار ورکړ.
د دۀ لۀ مهمو کتابونو څخه
«غاية المقصود»، «اس ځغلونه» او «جنګي تکتيکونه» دي.
سرچینه: فیسبوک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: