لمونځ روحي درملنه

که څوک په معمولي خبره دستې غوسه کېږي، عام حالت یې متوازن او نارمل نه یي، ډېر خپه کېږي، چټي چروتونو او فکرونو سرګردانه کړی یي؛ علاج یې دا دی چې لمونځ دې منظم کړي، پخپلو وختونو کې دې په جمعه سره کوي، په سنت طریقه او پوره عاجزي سره. دا زما خبره قراني نسخه او علاج ده. لاندې په دې اړه څو ایتونه په غور ولولئ.
انسان كم حوصله پيدا کړل شوى دى؛ كله چي کړاو پر راځي، نو وار خطا کیږي، فرياد كوي؛ او كله چى سوكالي ورپه برخه کیږي، نو په بخيلۍ لاس پوري كوي؛ خو هغه كسان (له دې نیمګړتیا څخه ژغورل شويدي) چي لمونځ كوونكي دي. إِنَّ الْإِنسٰنَ خُلِقَ هَلُوعًا. إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا. وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا. إِلَّا الْمُصَلِّينَ. [سُوۡرَةُ المعَارج]یادونه: دا او دېته ورته نورې ګټې لمانځه کې شته، لکه نورو عباداتو کې چې نورې ګټې دي. که څه هم ضروري نه ده چې موږ به د شرعي مکلفیتونو ګټې معلوموو او بیا به یې کوو، که فرضا کوم شرعي مکلفیت هیڅ ګټه ونه لري موږ به یې بیا هم خامخا کوو، ځکه موږ د الله بنده ګان یو، د هغه امر به په پټو سترګو منو، البته دا ګټې او حکمتونه وروستۍ او هڅوونکې خبرې دي.
استاذ حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: