نېک ملګری د الله نعمت دی

د سعودي عربستان تبوک ښار کې یوه شتمن ته له ریاض نه د هغه یو ملګری ورغی، ملګري ته له مېلمستیا ورکولو وروسته یې هغه ته وویل: راځه زما شتمنۍ او جایدادونه درباندې وګورم، لنډه دا چې دی او ملګری یې له کوره ووتل، د ده پر ځمکو، ودانیو او دکانونو راوګرځیدل او بېرته د کور لور ته راستانه شول.
کله چې بېرته راستنیدل لاره کې یې ملګري ته وویل: زما شتمنۍ خو دې ولیدلې څنګه دي؟ ملګري یې ورته وویل: ما خو ستا هیڅ ونه لیدل؟! سړی د ملګري په خبره هک حیران شو چې په شتمنیو یې له دومره اوږده چکر وروسته څنګه هیڅ شی نه دې لیدلي! ملګري یې ورته وویل: دا څه چې ما ولیدل دا ستا نه، بلکې ستا د وارثانو دي! دا د فخر شی نه دي او نه تا ته ګټه رسوي.
ملګري یې زیاته کړه: ستا ټوله شتمنې کې مې یو جومات هم ونه لید، نه مې د خیریه چارو کوم وقف او بل څه ولیدل، اصلا دا شیان ستا د ګټې دي او دا شیان ستا بللی شو، نه د وارثانو، خو داسې کوم شی ستا په ټوله شتمنې کې ما ونه لید.
سړي ته د ملګري خبرو ټکان ورکړل، کله یې چې ملګری رخصت کړ سمدستې یې د یوه ستر جومات اساس کېښود، په کم وخت کې یې هغه ستر جومات له ټولو سهولتونو او د مړیو مینځلو ځای په شمول سر ته ورسوه، دا کیسه د هغه ځای یوه شیخ پر خپل ټوېټر لیکلې ده، شیخ زیاتوی: د څو میاشتو په اوږدو کې چې جومات تکمیل شو د تبوک دا شتمن هم وفات شو! رحمه الله
سبحان الله! نېک او صالح ملګری د الله تعالی ستر نعمت دی، پام کوئ هیڅکله یې له لاسه ورنه کړئ، د هغه مشورې، خبرې او ان پوسټونه ټول ستاسو لپاره د دنیا او اخرت ګټه ده، الله دې وکړي زه ستاسو ښه ملګری واوسم او لیکنې او پوسټونه مې ستاسو دنیا او اخرت درښایسته کړي.
استاذ حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button