طنز: خوبه وړی اوبو وړی

يو سړي خوب ليدلی و چې د خپلې پارټۍ (حزب یا ډلې) مشر يي په خوب کې په باڼس لرګي وهلی وي، سهار يې خوب خپلې ښځې ته ووایه.
ښځې يې سمدستي خپلې ګاونډۍ ته قصه وکړه او د ميړه خوب يي ورته وويلو!
د شپې پوليس راغلل، سړی يې ځان سره تاڼې ته بوتللو او ډير سخت يې وواهه!
سهار خپل کور ته ميده ميده، تکه تکه، جو جو راغی او له درده يې چغې وهلې!
ورځ خو يې په درد او چغو تيره کړه، چې شپه شوه بيا ورباندې پوليسو چاپه ووهله او ورپسې کور ته ورننوتل!
سړي چې پوليس وليدل ورته يي وويل زما دې په توبو توبه وي بيا خوب نه وينم!
پوليسو ورته وويل نه نه… مونږ دې ته راغلي يو چې دا راته ووايې،
تا چې کله خوب کې خپل مشر (لیډر) په باڼس واهه، ليډر دې درته چا نيولی وو؟
سړي ورته وويل: ما چې خوب کې خپل مشر وهلو هغه راته زما ښځې او زمونږ ګاونډۍ نيولی و!!!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
%d bloggers like this: