سیرت النبي (۳۶ برخه): د رسول الله صلی الله علیه وسلم خویونه او اخلاق

رسول الله صلی الله علیه وسلم له ټولو زیات زړور او شجاع و، له ټولو زیات سخي و، کله چې هم له هغه څخه چا څه شی غوښتی، نو هغه سمدلاسه ورکړی دی. له ټولو څخه زیات حلیم، زغمونکی او صبرناک و، تر دې چې صحابه کرام رضی الله عنهم د کفارو د یو قوم اړوند ترې وغوښتل، څو هغوی ته ښېرا وکړي، نو ده وویل: زه رحمت رالېږل شوی یم، عذاب نه یم راستول شوی. د هغه مبارک غاښونه شهید شول؛ خو په دې وخت کې یې هم هغوی ته د مغفرت دعا وکړه. هغه له ټولو نه زیات حیاناک و، د هغه نظر کله پر کوم مخ نه و پرېوتلی. په خپلو ذاتي (ځاني) معاملو کې یې له چا څخه غچ نه و اخیستی او نه چا ته غوسه شوی دی. هو! کله به چې په الهي حدودو تېری کېده، بیا غوسه کېده او څوک یې په وړاندې نشو دریدلی. کله چې د دوو کارونو په اړه واک (اختیار) ورکړل شوی، نو اسانه یې غوره کړې. هغه په خوړو کې کله عیب نه دی راویستلی، که خوښ به یې شول، خوړل یې که نه پرېښودل یې. د تکیې کولو په مهال یې ډوډۍ نه خوړله او نه په څوکۍ میز ډوډۍ ته کیناستلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم کله غوړه ډوډۍ (پراټه) نه ده خوړلې، خربوزه یې له خرما و سره خوړله، شات او نور خواږه یې طبعاً خوښول.
حضرت ابو هریره رضی الله عنه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم له نړۍ څخه کوچ وکړ، خو ده او د ده کورنۍ کله هم په مړه ګېده د وربشو ډوډۍ ونه خوړله. د ده کور تر دوو میاشتو پورې داسې و، چې په دیګدان کې یې اور نه بلېده. یوازې په خرما او اوبو یې ګوزاره کوله.
رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله (څپلۍ، بوټ) سمول او جامو ته یې پيوندونه لګول. له خپلې کورنۍ سره یې په کارونو کې مرسته کوله. د ناروغانو پوښتنه یې کوله، چا به چې د میلمستیا بلنه ورکړه، هغه به شتمن و یا بېوزله، هلته به ورتللو. کوم بېوزله یې د بېوزلۍ له امله سپک نه دی ګڼلی. او له کوم لوی پاچا او واکمن څخه د هغه د واک او شتمنۍ له وجې نه دی ویریدلی. په سورلۍ یې شا ته خپل غلام او نور کسان سپاره کړي. پریړې جامې یې اغوستې او مضبوط پایزار یې په پښو کولو. سپينې جامې یې تر ټولو زیاتې خوښې وې، د الله جل جلاله ذکر یې ډېر کولو، له بې ځایه خبرو یې ځان ساتلو، اوږد لمونځ یې کولو، خطبه یې لنډه ویله.
له مریانو او بې وزلو سره له تللو یې ډډه نه کوله، کله کله یې د خوښۍ او خوښ طبیعتي خبرې کولې، خو خبرې یې له واقعیته لرې نه وي، له ټولو انسانانو څخه د ورین تندي او ښو خویونو خاوند و، د عذر غوښتونکو عذر یې منلو. حضرت عایشه رضی الله عنها وايي: قرآن کریم د هغه اخلاق و، څه چې قرآن کریم خوښ کړي و، هغه یې خوښول او څه چې قرآن کریم نه و خوښ کړي، هغه یې نه خوښول. حضرت انس رضی الله عنه وايي: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوشبويي څخه غوره خوشبويي نه وه بوی کړي.
لیکنه: مولانا مفتي محمد شفیع (رحمه الله)
ژباړه: استاذ محمد علي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: