نظم: جنت

خاطرې دي خاطرې ‏دي
زما ژوند خو خاطرې دي
واړه ستا یاد او کیسې دي
د ژوندون شیبې ترخي دي
حادثې دي حادثې دي
د مرګي له خوند خبر شوم
اوس مې سترګې په هدیرې دي
چې ویالې ترې نه بهیږي
او جامونه ترې ډکیږي
درته دوه اویا نڅیږي
ستا به سترګې نه مړیږي
هر یو خوند به لا ډیریږي
چې دې زړه څه ته تخنیږي
په ثانیه کې تیاریږي
نه به خوب وي نه ستړیا
نه کوم غم د دې دنیا
نه څه یاد د بې وفا
نه خواهش زما د انا
تلوسې دي تلوسې دي
دواړه سترګې مې چې سرې دي
زما جنت ته تلوسې دي
سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
%d bloggers like this: