د تکتيکي شاتګ نوى ماډل

وروسته له هغه چې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د دوحې تاريخي تړون لاسليک شو، طالبانو په خپلو بريدونو د پام وړ کمښت راوست؛ مګر د کابل ادارې چارواکو او د هغوى اړوندو رسنيو به دا ويل چې د طالبانو په بريدونو کې د کمښت پرځاى زياتوالی يا شدت راغلى، هماغه و، د کابل ادارې چارواکو له موقع څخه په استفادې سره د هيواد په ډېرى سيمو کې د طالبانو پر خلاف تهاجمي بريدونه شروع کړل، دا ددې لپاره ترڅو دوى وکولاى شي خپل وسلوال مخالفين وځپي، بل دوى غوښتل خپل قوت او دبدبه خلکو ته وښيي، او بله موخه يې دا وه تر څو خپلو نړيوالو ملاتړو ته دا خبره ښکاره کړي چې طالبان خپلو کړو ژمنو ته متعهد نه دي.
خو دا چې طالبانو له کوچنى اختر وروسته خپل بريدونه يو څه چټک او ګړندي کړل، ورسره جوخت د تکتيکي شاتګونو ګراف هم لوړ شو، د هيواد په اطرافي سيمو کې ډېرې پراخې سيمې او منطقې د طالبانو لاسته ولوېدې.
د رسمي شمېرو له مخې په تېره يوه مياشت کې (۲۲_۲۷) پورې ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېدې.
پرون ورځ مې له ۱يک تلويزون سره د دفاع وزارت وياند روح الله احمدزي مرکه واورېده هغه ويل: تاسو هېڅ تشويش مه کوئ، تر اوسه پورې هېڅ کومه ولسوالۍ نه ده، سقوط شوې. بلکې يوازې زمونږ منظم تکتيکي شاتګونه روان دي، چې ديوې منظمې برنامې له مخې ترسره کيږي.
خو بلآخره کله چې نوموړى خبريال راګير کړ او پوښتنې يو څه سختې شوې، ده پخپله له تلويزوني برنامې او مرکې څخه تکتيکي شاتګ وکړ او خبريال يې يوازې پريښود.
اوس راځم دې ته چې تکتيکي شاتګ ولې او په څه خاطر رامنځته کيږي؟ تکتيکي شاتګ د جګړه اييزو اصولو او قوانينو يو اصل دې.
تکتيکي شاتګ هغه مهال کيږي کله چې يو څوک غواړي چې مخالف جهت يا خپل ښمن په خپل جال کې راګير کړي، محاصره يې کړي او يا له منځه يوسي، نو له خپلو نيول شويو سيمو څخه دغه ډول شاتګ کوي تر څو دښمن د دوی د لیکو او محاصرې منځ ته وغورځي او د دوی له لوري له منځه يووړل شي.
ځينې وخت د خپلو افرادو او نظامي پرسونل د تلفاتو د مخنيوي په پار هم تکتيکي شاتګ کيږي.
بل کله چې نظامي پرسونل له لوږې، تندې او د جنګي توکو له کمښت سره مخ شي او د اکمال لپاره يې بله چاره نه وي، نو د دې لپاره چې نظاميان د دوهم ځل لپاره ځانونه مجهز کړي او د جنګ ډګر ته ښه اماده ګي ونيول شي، پدې حالت کې هم تکتيکي شاتګ ته مخه کيداى شي.
اوس که د کابل ادارې تکتيکي شاتګونو ته دقيق نظر وکړو، دهغوى په تکتيکي شاتګونو کې دا موخې او هدفونه نه ليدل کيږي.
زه يې يو مثال وايم څه موده مخکې طالبانو د زابل ولايت نوبهار او اتغر ولسوالۍ سقوط کړې، د کابل ادارې چارواکو دغه دواړه ولسوالۍ د تکتيکي شاتګ په بهانه شينکۍ ولسوالۍ ته انتقال کړې؛ خو څو ورځې وړاندې کله چې طالبانو شينکۍ هم ونيوله، دوى درې واړه ولسوالۍ د تکتيکي شاتګ په نوم مرکز قلات ښار ته يوړې؛ دا چې اوس طالبانو د قلات ښار هم محاصره کړى؛ نوې لرې نه ده چې همدغه درې واړه ولسوالۍ او ورسره د قلات ښار نظامي پرسونل د تکتيکي شاتګ په نوم کابل يا کندهار ته بار کړي.
همدې ته ورته ډېر مثالونه لرو، لکه د نورستان منډول او دوآب ولسوالۍ چې د تکتيکي شاتګ په نوم نورګرام ته نقل شوې او اوس درې واړه تر کلکې محاصرې لاندې دي.
دا نو يو څه عجيب غوندې شاتګونه دي، چې له څو مياشتنيو محاصرو وروسته رامنځته کيږي، بل ځانګړنه دا ده چې د ډېرو عسکرو تر وژلو او ټپي کېدلو وروسته واقع کيږي او ډېره عجيبه خو دا ده چې پوځيان پکې خپلو وسلوالو مخالفينو ته تسليميږي، خپل ټانګونه، رینجرې، وسلې او مهمات هم هغوى ته سپاري او هغوى يې په ګلونو نازوي.
نو بناءً ويلى شو چې چې دا شاتګونه د ولس او ملت په خير دي، بل دا چې تکتيکي شاتګ د خپل شکست پټولو دوهم نوم دى، د دې ډول تکتيکي شاتګونو امثال مونږ د ډاکټر نجيب الله په وخت کې هم وليدل، چې بلآخره دغه تکتيکي شاتګونه د هغه د نظام په لمنځه تلو پاى ته ورسيدل.
يا دا چې د کابل ادارې چارواکو د تکتيکي شاتګ يو بل ماډل کشف کړى چې مونږ يې په کيفيت نه پوهيږو.
ليکنه: نصير تکل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: