بغلان: د ملي اردو په بیس موټربم برید شوی

  عزم،پنجشنبه، ۲۰غبرګولی۱۴۰۰): راپورونه وایي چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د ملي پر یوه بیس «قرارګاه»ستر موټربم برید شوی دی..

سرچینې وایي چې یاد برید د مرکز اړوند باغ شمال سیمه کې شوی چې ویل کیږي مرګ ژوبله هم لري.

که څه هم د بغلان سیمه ییز چارواکي وایي چې موټربم یې هدف ته تر رسیدو وړاندې په نښه او لمنځه وړی، خو ځایي خلکو عزم ته ویلي چې د موټربم له امله په قرارګاه کې دننه اور لګيدلی او د پوځیانو د خونو او وسایطو ترڅنګ زیات مهمات سوځیدلي او د مرکز ډیره برخه نړیدلې ده.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې په پیښه کې یې ګڼ شمیر عسکر مړه او ژوبل کړي او د هغوی ګڼ ټانګونه او نور نظامي وسائط او وسائل یې هم له منځه وړي دي.

د سیمې خلک وایي، تر برید وروسته هغه کومکي عسکر چې باغ شمال ته پر لاره ؤ، هم تر بريد لاندې نيول شوي او ویل کیږي چې تلفات هم لري.
ویل کیږي چې تر برید وروسته الوتکو هم سیمه کې ځای ځای بې هدف هوایي بریدونه کړي، خو د زیانونو په هکله یې مالومات نشته

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: