دوهم څار: په بغلان کې د موټر بم برید له امله ۵۰ عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

عزم(پنجشنبه، ۲۰، غبرګولی ۱۴۰۰): طالبانو بېګاه شپه د بغلان ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې د ملي اردو په قرارګاه موټر بم برید کړی و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په بېګاني برید کې تر ۵۰ ډېرو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ۱۵ ټانګونه هم ویجاړ شوي دي. «تیره شپه د بغلان په پلخمري کې د مزدورې اردو په قرارګاه د برید په نتیجه کې د مزدور دښمن له ۵۰  څخه ډير عسکر مړه او ژوبل شوي، ۱۵ ټانګونه او ګڼ نور وسائل یې له منځه تللي دي.»

د ښاغلي مجاهد په خبره، قرارګاه په بشپړ ډول له منځه تللې ده. «د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ باغ شمال سیمه کې د مزدورې اردو په غټه قرارګاه د موټر بم په وسیله قوي تکتیکي چاودنه ترسره شوه. په پیښه کې ګڼ شمیر عسکر مړه او ژوبل شول. دغه راز د دښمن ګڼ ټانګونه او نور نظامي وسائط او وسائل له منځه لاړل.»

د دفاع وزارت په بغلان کې د ملي پر قرارګاه موټر بم برید منلی، خو په دغه برید کې یې یوازې د ۶ عسکرو د وژلو خبره کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: