یوناما: حکومت باید د ماین پاک کوونکو امنیت ته پام وکړي

عزم(پنجشنبه، ۲۰، غبرګولی ۱۴۰۰):  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي«یوناما» په بغلان کې د ماین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو برید غندلی او له حکومت یې غوښتي چې د ماین پاک کوونکو امنیت ته باید جدي پام وکړي.

له یوناما څخه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې له ټولو اړخونو غوښتل شوي د موسسو کارکوونکو ژوند ته پام وکړي.: «په افغانستان کې ملګري ملتونه د هلوټرسټ موسسې پر کارکونکو زړه بوږنونکي برید غندي. دغه موسسه د ماینونو له اړخه له رامنځته شوي جدي ګواښ څخه دخلکو د ژغورلو په برخه کې بشري خدمت ترسره کوي. موږ د زړه له تله له غمجنو کورنیو سره غمرازي ښکاروو او ټپيانو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله کوو.  د شخړې ټول اړخونه اساسي مسوولیت لري چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د بشر دوستانه کارونو د ترسره کوونکو ساتنه وکړي. په عین وخت کې دا روښانه ده چې ځینې مشخصې ډلې او خلک د دوی په لیکو کې شته چې په قصدي ډول دوی په نښه کوي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښکېلې خواوې باید ثابته کړي چې دوی له موسساتو سره کار نه لري.

د یوناما سربېره مخکېني ولسمشر حامد کرزي هم په بغلان کې د ماین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو برید غندلی دی. د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه برید بشري ضد جنایت بلل شوی دی. «حامد کرزی د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شېخ جلال سیمه کې د هلوترست د ماین پاکۍ پر دفتر برید چې له امله یې د یاد دفتر یو شمېر کارکوونکي شهیدان او ټپیان شوي بشري ضد جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي. کرزی د دې ترڅنگ چې په هېواد کې د سولې پر ټینگښت او د جگړې او تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینگار کوي.»

پرون په بغلان کې د هیلو ټرسټ په نامه د ماین پاکۍ موسسې پر دفتر مخ پټو وسله‌والو برید کړی و، چې له امله یې ۲۴ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي وو، خو اوس یو شمېر رسنیو ادعا کړې چې دغه برید د داعش ډلې کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button