افغان پوست شرکت د ګمرکي اظهار لیکونو برېښنايي سیستم اعلان کړ

عزم(پنجشنبه، ۲۰، غبرګولی ۱۴۰۰): د افغان پوست شرکت وايي، د ګمرکي اظهارلیکونو د مراحلو طی کولو«CDS» او د ګمرکي اظهاراتو اپلیکېشن «EAD » سیستمونه ګټې اخیستنې ته چمتو دي.

د یاد شرکت رییس احمد وحید ویس وايي، د نوي سیستم له مخې د مراسلاتو، پارسلونو او وړو ګمرکي بستو د ګمرګي مراحلو طی کولو او ترخیص بهیر ساده کول، د دغو سیستمونو ځانګړنې دي.: «له دغو سیستمونو په ګټې اخیستنې، د بستو وزن، محتویات او ارزښت مخکې له مخکې مشخص کېږي او د ګمرکونو کارکوونکي د بستو د خلاصولو حق نه لري. له دغو سیستمونو په ګټې اخیستنې چې د موبایل او افغان پوست شرکت د کارکوونکو لهخوا د امکان وړ دي، د مراسلاتو مراحلو طی کولو او ترخیص وخت حد اقل ته راټیټ او په څه کم دوه دقیقو کې به تر سره شي.»

د ویس په خبره، د ګمرکونو معینیت باید  ژر د هېواد په ګمرکونو کې له یاد سیستم څخه د ګټې اخیستنې لپاره اقدام وکړي.: «تر دې وړاندې د پېرودونکو د پوستي کڅوړو ګمرکي پروسې ساعتونه وخت ضایع کاوه او د دغه سیسټم له رامنځته کېدو سره به دا پړاوونه ایله په دریو دقیقو کې تر سره کېږي.»

د نوموړي په وینا، تر دې وړاندې به ټول پوستي توکي د پلټنې او قیمت ټاکلو په موخه د ګمرکي مسوولینو له خوا خلاصېدل، چې دې چارې له نورو ستونزو سربېره د ګډونوالو زیات وخت ضایع کاوه، خو له دې وروسته به د هرې پوستي کڅوړې ډول، بیه او نور اړوند معلومات د ګډونوال له خوا سیستم ته ثبتېږي.:« له دې وروسته پېرودونکې کولای شي، د دغه سیستم له لارې د پوستي ممنوعاتو په تړاو ټول معلومات تر لاسه کړي، څو پوه شي کومو هېوادونو ته څه شی استولای شي. په دې سیستم کې د هر هېواد د ځانګړو پوستي اصول او مقرارات هم شته.»

ده وویل، له دې سیستم څخه خلک اوس کولای شي چې د نړۍ ۱۵۰ هېوادونو ته خپل پوستونه ولېږي.: «د دې سیستم پلي کول په ۲۰۲۱ کال کې ټولو هېوادونو باندې الزامي شو او که ګمرکونه دا سیستم ونه‌کاروي، کوم پارسل چې لېږي اړوند هېواد ته بېرته‌یې مسترد کوي، یعنې دا سیستم افغان پوسټ او ګمرکونو باندې الزامي دی چې باید ويې‌کاروي.»

د مالیې وزارت د افغان پوست له نوي سیستم څخه هرکلی کړی، خو وايي چې یاد وزارت تر اوسه د پوست پارسل سیستم سره وصل شوی نه دی.

له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ښوونځیو، پوهنتونونو، پېژندپاڼو، نکاح خطونو او د نورو اسناد لېږل په میاشتو ـ میاشتو کې ترسره کېږي، خو د افغان پوست شرکت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د نوي سیستم له مخې اوس دغه چاره اسانه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: