له جرمني ۴۲ افغان کډوال بېرته راستانه شول

عزم(پنجشنبه، ۲۰، غبرګولی ۱۴۰۰): د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت وايي، جرمني ۴۲ افغان کډوال بېرته کابل ته راستانه کړي دي.

د یاد وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري زیاتوي، راستانه شویو افغان کډوالو ته د جرمني د بېلابېلو سیمه‌ییزو محکمو له لوري اسناد نه دي ورکړل شوي او بېرته راستانه کړای شوي دي.

د انصاري په خبره، د راستانه شویو افغان کډوالو قضیې څېړل شوي او په جرمني کې د پاتې کېدو پر ځای بېرته کابل ته راستانه شوي دي.: « له جرمني مو د یوې چارتر الوتکې الوتنه لرله چې په‌کې ۴۲ هېوادوال مو کابل ته را انتقال شول، البته د دوی اسناد د جرمني د محکمو له لوري څېړل شوي وو او بېرته افغانستان ته راوګرځول شول.»

دی وايي، له ۲۰۱۶ز کال راهیسې له جرمني څخه ۵،۲۱۸ تنه افغان کډوال په زور او یا هم په خپله خوښه بېرته راستانه شوي دي. «د کډوالو وزارت هڅه کوي چې راستانه شویو افغان کډوالو ته د زده‌کړو او کار زمینه مساعده کړي او تر ۳ زره ډالرو پورې مرسته به ورسره وکړي.»

د کډوالو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو پینځو کلونو کې له اروپايي هېوادونو څخه ۹۷زره او ۴۱۵ افغان کډوال په جبري او یا هم په خپله خوښه راستانه شوي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې افغان کډوال په سختو لارو ځانونه تر اروپايي هېوادونو رسوي، خو ډېرو ته د اروپايي هېوادونو له لوري د اوسېدنې اسناد نه ورکول کېږي او بېرته افغانستان ته راستانه کېږي.

اوسمهال په پاکستان، ایران، ترکیې او اروپايي هېوادونو کې مېلیونونه افغانان اوسېږي، چې ډېر کم یې په یادو هېوادونو کې د اوسېدنې قانوني اسناد لري او پاتې یې ټول د کډوالو په نامه اوسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: