غزل ـ سمیع الله تړون

هم مې ازار هم مې وبال ته چغې ووهلې
نن مې یو بل ډول جنجال ته چغې ووهلې

ایمان پلورونکو چی وطن په یرغلګرو پلوره
ایمان لرونکو دغه حال ته چغې ووهلې

ویل یی مه مو سیزه ځو د خپل بابا پګړۍ ته
د غنم وږو پشکال ته چغې ووهلې

کلونه کیږی دلته دوه سړي په غیږ ورغلي
یوه مهدي او بل دجال ته چغې ووهلې

یو سړي ټول عمر پردي غلام ته وعظ کاوه
یو سړي ټول عمر دیوال ته چغې ووهلې

پنجاب له ستوني یم نیولی هندو زهر راکړل
په هدیره کې مې ابدال ته چغې ووهلې

کلونه پس مې یوه ورکه مینه وموندله
کلونه وروسته مې دسمال ته چغې ووهلې

وطن خفه دی وطن ځان په هیچا نه خرڅوي
وطن په ځان واکدار دلال ته چغې ووهلې

چې د صلیب د ملا مرۍ یی ماتې ماتې کړلې
تړون د لوی ملا کمال ته چغې ووهلې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: