لوګر کې یو سیمه ییز خبریال حفیظ الله حقپرست د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی

عزم(پنجشنبه، ۲۰ غبرګولی): تیره ورځ د لوګر ولایت مرکز اړوند عارف خان کلا سیمه کې یو سیمه ییز خبریال حفیظ الله حقپرست هغه مهال د امنیتي ځواکونو په ډزو و وژل شو چې خپله کرونده کې یې کار کولو.

د حقپرست د کورنۍ غړيو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، سیمه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه وه چې امنیتي ځواکونو هر لوری په دهشکه ویشتلو.

د نوموړي د کورنۍ غړیو باران میډیا سره په خبرو کې ویلي چې حقپرست د امنیتي ځواکونو د دهشکې په مرمۍ لګیدلی او له دولت غواړي چې د دوی له سیمې پوستې پورته کړي هر وخت د دوی کروندګر ترې په ویره کې وي او په نښه کیږي.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ دا نه ردوي چې د امنیتي ځواکونو له لوري په نښه شوی، خو وایي چې په اړه یې معلومات نه لري وروسته به یې معلومات شریک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: