سیرت النبي (وروستۍ برخه): د رسول الله صلی الله علیه وسلم معجزې

د نړۍ کوم پاچا چې له خپل لوري کوم تن د کوم ولایت لپاره د والي په توګه واستوي، نو هغه ته ځينې نښې ورکوي، همدا ډول د الله تعالی رسول چې نړۍ ته راشي، نو له هغه سره د صدق، دیانت، ښو خویونو او ټولو بشري کمالاتو د نښانو سره سره یو زورور ځواک «قوت قاهره» هم وي. چې د هغه په واسطه د معاندینو څټونه ښکته کړي. د دې قاهره قوت او فوق العاده اختیاراتو نوم معجزه دی. زمونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم معجزې د شمیر او څرنګوالي له امله له ټولو مخکینیو انبیاؤ څخه غوره او زیاتې دي.
د مخکینیو انبیاؤ علیهم السلام معجزې تر هغو سپيڅلیو هستیو پورې محدودې وې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم معجزه قرآن کریم نن هم د هر مسلمان په لاس کې شته، چې د هغه له مقابلې د نړۍ ټول قومونه او انسانان او پيریان عاجز دي، سپوږمۍ دوه ټوټې کیدل، له ګوټو یې اوبه روانیدل، د کاڼو تسبیح ویل، د لرګی د ستنې ژړل، د ونو له لوري هغه ته سلام کوم. د ونو رابلل (راتلل) او بیرته تلل. په زرګونو وړاندوینې د لمر غوندې رښتیا کېدل او نورې به زرګونو معجزې دی، چې یوازې په قرآن او حدیثو کې نه دي راغلې؛ بلکې د کفارو له شهادته هم ثابتې دي. چې هغه متقدمینو او متأخرینو علماؤ په مستقلو (ځانته، ځانته) کتابونو کې ثبت کړې ( لیکلې) دي. لکه د علامه سیوطي رحمه الله (خصائص کبری) او په متأخرینو کې (الکلام المبین) رساله.
والحمدلله رب العلمین
مولای صل وسلم دائما ابدا
علی حبیبک خیر الخلق کلهم
په پای کې مناسبه بریښي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څو ویناوې هم ولیکل شي او د هغه مستقل نوم (جوامع الکلم) دی.
واخر دعوانا ان الحمدلله رب العلمین
پای
لیکنه: مولانا مفتي محمد شفیع (رحمه الله)
ژباړه: استاذ محمد علي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: