د دایکندي ولایت پاتو ولسوالي د طالبانو په لاس سقوط شوه

عزم(پنجشنبه، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰): طالبانو ادعا کړې چې نن غرمه یې د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، او ټولې ودانۍ تر واک لاندې راغلي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دولتي ځواکونه له ولسوالۍ وتلي او ټوله سیمه د دوی لاسته لویدلې.

تیره ورځ د دایکندي د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر نقیب الله مالستاني ویلي و چې د پاتو ولسوالۍ د تمزان سیمو کې طالبان ځای پر ځای شوي او پر ولسوالۍ د برید پلان لري خو د دوی ځواکونه سیمې ته رسیدلي زر به یې له تمزان څخه په شا وتمبوي.

دا په داسې حال کې دی چې د دایکندي ولایت دولتي چارواکو تر اوسه د پاتو ولسوالۍ د سقوط خبر نه ده تایید کړی.

د یادونې وړ دی چې نن له غرمې وروسته د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ هم د طالبانو لاسته لویدلې او امنیتي ځواکونو له ولسوالۍ څخه شاتګ کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: