آیا طالبان کمزوري شوي؟

خط اول

د افغان حکومت د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه هر ساعت د هېواد په گوټ ـ گوټ کې د لسگونه طالبانو د وژلو خبره کوي. د دې ترڅنگ د ملي امنیت اداره او د ولایتونو له رسنیزو پاڼو هم شېبه پر شېبه د لسو، شلو او حتیٰ تر ۱۶۰ پورې ژوندي طالبان وژني. کله چې د دروغو دغه خبرونه گورې، نو فکر به کوې چې طالبان ختم شول او اوس به حکومت پر ټول افغانستان حاکم شي. حکومت ملامت نه دی. په دغو دروغو خپل ځان او عسکرو ته د مورال ورکولو هڅه کوي؛ خو رښتیا دا دي چې حکومت پر شا روان دی او طالبان د ولسوالیو، پوستو او سیمو په نیولو بوخت دي. کله چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه وشوه طالبانو په ټول هېواد کې اورکم کړی و. که څه هم د دې اورکم اعلان یې نه و کړی، خو ښکارېده چې جگړه یې تر اخیري حده کمه کړې وه؛ خو حکومت بیا هم ویل چې طالبانو جگړه ډېره کړې ده. کله ـ کله خو به حکومتي فېسبوک چلوونکو ویل چې طالبان کمزوري شوي او نور د جگړې کولو وسه نه‌لري.

له اختر وروسته په هېواد کې جګړې بیا زور واخیست. طالبانو د هېواد په گوټ ـ گوټ کې د ولسوالیو سقوط ته کار ووایه او ګڼې ولسوالۍ یې تر خپل واک لاندې راوستې. له افغان عسکرو یې سلگونه پوستې ونیولې او آن لغمان یې سقوط ته هم نږدې کړی و. طالبانو دا ځل جگړه په یوه زون پورې ونه تړله، بلکې له لوېدیځ را نیولې، تر شمال، سویل، ختیځ، مرکزي ولایتونه، سویل ختیځ او شمال ختیځ کې یې گڼې پوستې او ولسوالۍ ونیولې. حکومت د هرې ولسوالۍ له نیولو وروسته ژر ووايي، چې عسکرو تکتیکي شاتگ کړی دی. د دې سربېره د عسکرو د تسلیمۍ لړۍ هم تر نورو وختونو چټکه شوې او اوس داسې ورځ نه وي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې لسگونه دولتي عسکر طالبانو ته نه تسلیمېږي. هره ورځ ډلې ـ ډلې عسکر د حکومت لیکې پرېږي او طالبانو ته ورځي. د عسکرو له مرگ‌ژوبلې اوس د تسلیم شویو عسکرو شمېره لوړه ده او دې چارې د حکومت امنیتي ادارې له سخت گواښ سره مخ کړي دي.

طالبان کله ـ کله په یوه شپه په یو ولایت کې دوې ولسوالۍ هم نیسي. په هره ولسوالۍ کې له شلو ډېرې پوستې وي او کله چې د ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسونو ته ولوېږي، بیا د پوستو عسکر له تسلیمۍ پرته بله لاره هم نه لري. د دې لیکنې تر وخت طالبانو د هېواد په گوټ ـ گوټ کې څرخ، منډول، دواب، دولت شاه، الینګار، دهیک، مرغاب، شینکۍ، گېزاب، ارغستان، فارسي، نرخ، واشیر، جلرېز، قادس، شهرک، اب بند، نوبهار، جوند، دولت اباد، فرخار، چنارتو او نورې ولسوالۍ نیولي. د دې ترڅنگ یې په نورو ولسوالیو کې سلگونه پوستې هم نیولي او سلگونه دولتي عسکر ورته تسلیم شوي هم دي.

داسې ښکاري چې طالبان دا ځل د ولایتونو د سقوط اراده نه‌لري، خو په پراخه کچه به ګڼې ولسوالۍ ونیسي. آن کېدای شي چې راتلونکې اوونۍ د دې ولسوالیو شمېر له ۶۰ واوړي. ځکه روانه اوونۍ کې طالبانو ته د یوې ولسوالۍ سقوط عادي خبره گرځېدلې وه. د هرې ولسوالۍ له سقوط وروسته طالبانو ته گڼې وسلې، مهمات، وسایل او وسایط په گوتو ورځي، چې د نورو سیمو په نیولو کې ورسره ډېره مرسته هم کوي. له حکومت هسې هم ورخ اوبو وړی او اوس یوازې غواړي د ولایتونو د مرکزونو د سقوط مخه ونیسي. حکومت ته نور د ولسوالیو سقوط، د پوستو سقوط، د عسکرو تسلیمي او د سیمو د لاسه ورکول عادي شوي؛ خو ډېر فکر یې په دې دی چې د ولایتونو مرکزونه څنگه وساتي؟ حکومت باید نور د ملت په سترگو کې له خاورو اچولو تېر شي او دا ومني چې طالبان کمزوري شوي نه دي، بلکې ورځ تر بلې غښتلي کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button