رسنیزه جګړه

رسنیزه جګړه چې په انګلیسي کې ورتهMedia War) ) ویل کېږي، د نړیوال امنیت د مختل کېدو یو مهم لامل دی. تر ټولو ښه تعریف چې د رسنیزې جګړې لپاره یې کولای شو:
د موخو هېوادونو د تضعیف لپاره او همدارنګه د خپلو ملي منافعو او ملي ګټو څخه د دفاع لپاره د رسنیو د ځواک، ظرفیت او ډولونو (مطبوعات، خبري اژانسونه، رادیو، تلویزیون او انټرنیټ ….) څخه ګټه اخیستل رسنیزه جګړه ګڼلای شو.
رسنیزه جګړه د نرمو او نړیوال نظام کې د مدرنو جګړو څخه یوه مهمه نوعه ده، د رسنیزې جګړې استعمال د نظامي جګړو په وخت کې ډېر مطرح وي، مګر دا په دې معنا نه ده چې ګواکي په نورو وختونو کې له دې جګړې څخه استفاده نه کېږي، رسنیزه جګړه یواځینۍ جګړه ده چې حتا د سولې پر مهال د هېوادونو ترمنځ په نارسمي شکل جریان پیدا کوي او هر هېواد د امکان تر حده هڅه کوي، چې خپل سیاسي اهداف د رسنیو پر مټ تر لاسه کړي.
رسنیزه جګړه ظاهراً د راډیوګانو، تلویزیونونو، رسنیزو مفسرانو، د خبري اژانسونو د خبریالانو او انټرنیټي سايټونو ترمنځ روانه وي، خو حقیقت دا دی چې د دې ژورنالیستیکې جګړې ترشا د یو هېواد رسنیز سیاست Media policy) لاس وي او مستقیماً د نوموړي هېواد له پارلمان څخه رسمي بودیجه ورته ټاکل کېږي، د ځینو مخفي اطلاعتي او امنیتي سازمانونو او یا هم د ځینو جاسوسي سرویسونو له خوا یې مالي ملاتړ کېږي.
د تبلیغاتي جګړې سرتیري تبلیغاتي متخصصان، د نړیوالو تبلیغاتو ستراتېژي جوړونکي او د رسنیو نور عام کارکوونکي دي. د تبلیغلاتي جګړې لپاره د یوه هېواد د نظامي، سیاسي، اطلاعاتي، امنیتي، رسنیزو او تبلیغاتي برخو هراړخیزې او نیږدې همکارۍ ته اړتیا ده. د تبلیغاتي جګړې طرحه کوونکي یواځې نظامي جنرالان نه شي کیدای، بلکې شونې ده چې د پوهنتونونو استادان او د ژورنالیزم د ډیپارټمنټونو غړي اوسي.
رسنیزه جګړه یوه داسې جګړه ده چې وینه پکې نه تویېږي او له دې اړخه یوه ارامه جګړه ګڼل کېږي. دا یوه داسې جګړه ده چې د ورځپاڼو پر مخونو، د راډیوګانو پر مایکروفونونو او د تلویزیونونو پر پردو او د کیمرو پر عدسیو تر سره کېږي. هغه خلک چې د رسنیزې تبلیغاتي جګړې تر بمبارۍ لاندې راغلي وي د هغې جګړې نه هم نا خبره وي چې د هغوی د تنفس په هوا کې کېږي. که څه هم د رسنیزې جګړې د اصولو هدف د دولتونو رویو ته بدلون ورکول دي؛ خو په عمل کې د دې پر ځای چې دا جګړه دولتونه خپل هدف وګرځوي، ملتونه هدف ګرځوي او په اصطلاح بمباروي يې.
رسنیزه جګړه پر دې باور ترسره کېږي چې که د ملتونو عمومي افکار د یوې موضوع په اړه قانع کړای شي یا هم ورته په یو ځانګړي لوري بدلون ورکړل شي، نو همدا بدلون د دې لامل کېږي چې پر دولتونو د خپلو ملتونو فشار راشي او په هماغه لوري د دولتونو پالیسۍ او رویې هم بدلون وکړي.

شریف الله ځیرک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: