څنګه کولی شو له هیکرانو څخه خوندي واوسو?

په دې موضوع مې لیکلو ته ډېر پخوا زړۀ و خو اوس مې لیکل ځکه اړین وګڼل چې زما د شخصي فسبوک اکونټ په شمول د ځینو ملګرو د فسبوک اکونټ ته د انټرنیټي ورانکارو لخوا د داخلېدو ناکامې هڅې وشوې بدبختانه ځینې ملګري چې د انټرنیټ د استعمال د احتیاط څخه خبر نه وو د هغوی شخصي اکونټونه هم د ورانکارو لاسته ورغلل.
لمړی خو په دې باید پوه سو چې انټرنیټ سره چې مونږ وصل شو نو زمونږ هیڅ ډیټا او مالومات خوندي ندي کوم باوري اپلیکشنونه چې د باوري منابعو لکه انډرویډ یا ايپل وغیره څخه ډاونلوډ کوو د همدغو ایپلیکشنو مین سرور سره زمونږ ټوله ډیټا پرته وي خو نسبتاً محفوظ ځکه وي چې دریمه پارټۍ ورته لاسرسۍ نشي پیدا کولی.
مثلاً که مونږ واټساپ فسبوک ټیلیګرام انسټاګرام وغیره وغیره استعمالوو نو که مونږ یې په استعمال کې تېروتنې ونکړو او د هیکرانو په جالونو کې ګیر نشو نو دریمه پارټي یعنې هیکران نه زمونږ میسنجر ته لاسرسۍ پیدا کولی شي نه واټساپ وغیره ته.
ځکه د دغو اپلیکشنو د ادارو لخوا د سیکورټۍ مکمل پروټوکول موجود وي چې آن په څو ثانیو کې دغه سیکورټي کوډونه او پروټوکولونه بدلیږي چې د هیکر د وس څخه ډېره بعیده خبره ده.
هغه کومې تیروتنې دي چې مونږ په خپل لاس د سوشل میډیا خپل پټ او محرم اسناد هیکر ته په لاس ورکوو.
کله چې مونږ یو نامالوم اپلیشکن د نامالومې منبع نه ډاونلوډ کړو.
یا څوک لنک راولیږي چې دغه فلانکی پروګرام ډاونلوډ کړئ
په یاد مو وي چې هیکران حتی یو عکس یا یو اپلیکشن سره هم د هیکنګ پټ فایل ټچ کوي چې د اپلیکشن د انسټال سره مونږ نه د مبایل د سټوریج ډیټا، مایک کامره وغیره وغیره پرمیشن اخلي او په دې ډول زمونږ مبایل ته هیکر لاسرسۍ پیدا کولی شي.
فسبوک د نامالوم لنک یا براوزر څخه خلاصول ستره تیروتنه ده.
نن سبا افغانستان کې ځینو انټرنیټي ورانکارو یو لنک جوړ کړی وي او نشروي یې ورسره لیکي چې تاسو خپل فسبوک وګورئ چې محفوظ دی که ندی محفوظ، یا وایي تاسو د خپل میسنجر یا فسبوک رنګ تغیر کړئ یا وایي تاسو خپل لایکونه زیات کړئ وغیره وغیره او بیا درته ووایي چې دغه لنک کېکاږئ او فسبوک خلاص کړئ نو فسبوک خلاصول حتما یوزرنیم او پاسورډ غواړي او مونږ کله هم چې هغه لنک کې خپل یوزرنیم یا پاسورډ ولیکو نو هغه ډاریک د همغه هیکر مبایل ته ورزي چاچې دغه لنک جوړ کړی.
هیکران تصویر یا ویډیو سره هم لنک ټچ کولی شي کله چې مونږ تصویر یا ویډیو د ناشنا لنک سره وګورو نو خلاصولو څخه یې باید ډډه وکړو دې سره ستاسې لوکیشن هم هغوی ته مالومیدای شي.
خپل شخصي د سوشل میډیا اکونټونه هیڅکله هم د بل کس مبایل کې د یوې دقیقې لپاره هم خلاص نکړئ ځکه داسې اپلیکشن شته چې هغه مبایل کې انسټال کړې نو پټ په پټه ټول یوزرنیمونه او پاسورډونه ځان سره محفوظوي.
د هیکنګ اپلیشکنو یوه لویه نښه داده چې سایز وزن یې ډیر کم وي او د MB پرځای KB وي.
ځینې هیکران چې اپلیکشنې درولیږي او تاسو یې انسټال کړئ نو بیا انسټال شي خو مبایل کې مو نه ښکاري چې بیرته ډیلیټ کول یې ستونزمن وي د دغسې ورکو او مخفي اپلیکشنو لپاره پلې سټور کې Malware bytes ښه اپلیشکن دې چې خطري اپلیکشن درپه ګوته کوي.
د play store په سیټینګ کې play protect آپشن شته کله کله یې چلوئ خطري اپلیکیشن درپه ګوته کوي.

د فسبوک د خونديتوب ځینې نورې مهمې نقطې.
فسبوک کې two step verification باید ورکړو ترڅو د یوزرنیم او پاسورډ څخه وروسته زمونږ ایمیل یا مبایل ته هم کوډ راشي.
که غواړئ چې فسبوک مو بل چیرې بل مبایل کې خلاص دی که نه نو سیټینګ کې security and login ته ورشئ او ویې ګورئ. که بل مبایل او بل لوکیشن کې خلاص وو نو پاسورډ بدل کړئ logout all کړئ او بیا دسره خپل مبایل نه خلاص کړئ.
ایمیل او مبایل نمبر فسبوک ته ضرور ورکړئ.
په خپلو مالوماتو کې دغه شیان تل د public پر ځای only me کړئ
اول date of birth تاریخ د پیدایش پبلک کول مونږ ته اسانه ښکاري خو د هیکر لپاره دا غټه اساني ده چې ستا فسبوک ته داخل شي.
مبایل نمبر پټ وساتئ
ایمیل پټ وساتئ.
میسنجر کې که څوک ناشنا لنک رالیږي نو هیڅکله یې هم مه خلاصوئ.
همدارنګه واټساپ او ټیلیګرام ته هم two step password ورکولی شئ.
ټیلیګرام سیټینګ کې د devices آپشن کې مونږ ته ښایي چې زمونږ ټیلیګرام بل ځای کې بل چاسره خلاص دی یا ندی.
د imo استعمال کې دغه احتیاط ضروري دی چې په کوم نمبر مو imo جوړه کړې وي هغه ډیر محفوظ وساتل سي ځکه په هماغه نمبر بله imo بل مبایل کی هم جوړیدلی سي.
بله یادونه دا چې خپل د استعمال هغه مبایل چې ستاسو محرمه او پټه ډیټا پکې وي لمړی خو دا چې مه یې خرڅوئ ځکه مارکیټ کې مستعملو مبایلونو والا ریکوري کوي او ډیټا مو ریکور کوي، بل دا چې که خامخا یې خرڅوئ نو مبایل فارمیټ کړئ بیا د مبایل د سایز مطابق هسې بیکاره ډیټا پکې واچوئ بیا یې فارمیټ کړئ بیا پکې همدغه هسې بیکاره ډیټا فایلونه تصویران وغیره واچوئ بیا یې فارمیټ کړئ درې ځلور ځلې دغه طریقه وکړئ بیا به نو ریکوري کې ستاسو ډیټا نه ریکور کېږي بلکې دغه بیکاره ډیټا به ریکور recover کېږي.
خپل ایمیل د بل چا مبایل کې مه خلاصوئ او بل څوک خو بیخي پرېنږدئ چې هغه خپل ایمیل ستاسو مبایل کې خلاص کړي.

جواد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: